اسلام آباد 06 جنوري (اے پي پي) د اطلاعاتو ا?? خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د عصري ټيکنالوجۍ په دور كښې به پاکستان ټيلي ويژن تر ټولو لوے ورچوئل سټوډيو ټيکنالوجي ګېپ لرې كولو كښې مرستياله وګرځي، پاکستان ټيلي ويژن سره ټولې اثاثې موجود دي د كومو چې يوازې په ښه ډول استعمالولو ته اړتيا ده۔ دې دا خبرې د جمعې په ورځ د توان وفاقي وزير انجينير خرم دستګير خان سره د پاکستان ټيلي ويژن د ورچوئل سټوډيو پرانستې په موقع خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع د اطلاعاتو ا?? خپرونو سېكتره شاهيره شاهد، د پي ټي وي اېم ډي سهېل علي خان او د پېمرا چيئرمېن سليم بېګ هم موجود ٶ۔ دستورې ته خپله وېنا كښې مريم اورنګزېب ووئيل نن د پي ټي وي عملې او ا??تظاميې د ستړو په سبب په اداره كښې د آئي ټي وړ سلوشنز استعمالېږي كومه ??ې د عصري دور تقاضه ده۔ دې ووئيل ورچوئل سټوډيو جوړول د پي ټي وي يو بل سنګ ميل دے، دې ته د پاكستان تر ټولو د لوي ورچوئل سټوډيو اعزاز ترلاسه دے ٬ پي ټي وي نيوز درست خبرونو سره به اوس په جديد ډول كښې كار كوي۔ د ورچوئل سټوډيوز پحقله ګډون كوونكو ته ووئيل شول چې پي ټي وي به د سټېټ آف دي آرټ ورچوئل سېټ د لارې قامي٬ سيمه ايز او نړيوالو خبرونو سره سره د موسم٬ لوبو ا?? د حالات حاضره پروګرامونه هم په جديد ډول كښې اولس ته وړاندې كوي٬ پي ټي وي د خپل 58 كلن سفر په مهال يو شمېر مزلونه سر كړې دي٬ پي ټي وي نيوز به د خپل لوي ورچوئل سټوډيو د لارې اولس په جديد ډول كښې خبرونو٬ تجزيو ا?? د پاكستان حقيقي نكته نظر څخه خبر ساتي٬ د ورچوئل سټوډيو جوړېدو سره به قامي٬ سيمه ايز خبرونه٬ سياست٬ ك??تو??٬تعليم، حالات حاضره او د نړيوالو چارو پحقله د پي ټي وي نيوز ناظرين په جديد ا??داز كښې خبرولې شي٬ د سټوډيوز د لارې به د موسم خبرونو سره سره د لوبو په مېدان كښې هم ناظرين خبر ساتلے شي٬ بهترين آډيوز، هائي ډيفينيشن ويډيوز، ښائسته ګرافکس به د پي ټي وي نيوز د سکرين برخه وي