اسلام آباد۔28دسمبر(اے پی پی) د ا??لا??اتو او خپرونو وفاقي سېكترې شاهېره شاهد وئيلي دي چې ميډيا هېواد ته په پېښو ننګونو كښې موثره او فعاله كردار ترسره كړے دے۔ د پاكستان انفارمېشن سېنټر جوړولو مقصد په ګرد هېواد كښې خب??يالانو ته عصري پېشه وره تربيه وركول دي۔ نوموړې د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د ا??لا??اتو او خپرونو وزارت او د پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ (پي آئي ډي) خصوصي اقدام ٬ پاكستان انفارمېشن سېنټرز تر اهتمام لاندې په انفارمېشن سروسز اكېډمي كښې “د خب??ونو صداقت او د رياست مخالفې پروپېګنډې مخنيوي” په سرخط د دوه ورځني تربيتي وركشاپ پرانستې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ دې زياته كړه چې په بېلا بېلو ښارونو کښې پرنټ ٬ الېكترانك او سوشل ميډيا سره تړون لرونكو خب??يالاتو ته په صحافت كښې عصري رجحاناتو او پېښو ننګونو سره په اړوندو موضوعاتو تربيه وركولې شي۔ د پاكستان انفارمېشن سېنټر جوړولو مقصد په ګرد هېواد كښې خب??يالانو ته عصري پېشه وره تربيه وركول دي۔ دې ووئيل د دې وركشاپ مقصد د ميډيا استازي د رياست ګټو او دريځ په اړه خب??ول دي ولې چې په روان وخت كښې صداقت او جعلي خب??ونه يو لويې چېلنج دے۔ دې وويل، ميډيا د دولت څلورمه ستنه ده او هېواد ته د پېښو ننګونو په اړه د پوهاوي په رامنځته کولو کښې مهم رول لري۔ د ا??لا??اتو سېكترې وويل چې د اسلام آباد پشمول د ټول هېواد په 7 مركزونو كښې پاكستان انفارمېشن سنټرز كښې خب??يالانو لپاره تربيتي وركشاپونه كېږي۔ دې نه وړاندې د پاكستان انفارمېشن سېنټرز ډائرېكټر محمد صغير احمد په خپله وېنا ك??ې د پاكستان انفارمېشن سېنټرز تر اهتمام لاندې د روانو وركشاپس او پي آئي ډي كاركردګۍ په اړه ووئيل۔ ده ووئيل تېر كال د پاكستان انفارمېشن سېنټر لخوا په بېلو سرخطونو په ګرد هېواد كښې 16 تربيتي وركشاپس شوي وو په كومو كښې چې 700 نه زياتو خب??يالانو ته تربيه وركړې شوې وه۔ ده ووئيل د پاكستان انفارمېشن سېنټر لخوا روانه مياشت په 7 ښارونو كښې په مهمو سرخطونو د تربيې وركشاپس كولې شي۔