لاهور 15 دسمبر (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټر عارف علوي وئيلي دي چې سياست كښې كوم هم څيز حرف آخر نه وي،د هېواد پراخه ګټي ترنظر لاندې ساتلو سره پرېكړو كولو ته اړتيا ده،هېواد زمونږ څخه د يو والي او سياسي روادارۍ تقاضا کوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د پنجاب وزيراعلی چو??ھر?? پرويز الٰهي، پخواني وفاقي وزير مونس الٰهي او ا??م اين اے حسېن الٰهي سره د ملاقات په مهال وكړه۔ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخ?? د ??لاقات په مهال د شريكي خوښي په چارو او سياسي او معاشي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعلی چو??ھر?? پرويز الٰهي صدر مملکت په پنجاب كښې د روانو پرمختيائي پروژو او د اولس ريليف لپاره پورته كړې شويو اقداماتو څخه خبر كړو۔ د هېواد معيشت لا ښه كولو په اړه خبرو اترو كښې صدر مملکت ووئيل مونږ له به د هېواد لپاره سوچ كول وي ، سياست كښې څه څيز هم حرف آخر نه وي،د هېواد پراخه ګټي ترنظر لاندې ساتلو سره پريكړو كولو ته اړتيا ده۔ده ووئيل هېواد زمونږ څخه د يو والي او سياسي روادارۍ تقاضا کوي،چاري په ښه ډول ترسره كولو له چمتو يو۔صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل لوے څ??تن څخه هيله لرو چ?? د ??اكستان لپاره به ښه لاره راوباسي۔