بیجنګ۔31اکتوبر (اے پی پی) پاكستان په شنګھائي كښې د 5 م نړيوالو درآمداتو ??ند??رتون (سي آئي آئي اي) لپاره آن لائن نېشنل ??وې??ين جوړ كړے دے۔ 5 م چائنا ??نټ??نېشنل امپورټ اېکسپو به د نومبر 5 مې نېټې څخه تر 10 نومبر دوام لري۔ چين كښې د پاكستان سفير معين الحق چینی ویب سائټ چائنا اکنامک نېټ ته وركړې خپله مركه كښې وئيلي چې مونږ بېلو تجارتي ??ند??رتونونو او په خاص توګه نومبر كښې شنګھائي كښې كېدونكي چائنا ??نټ??نېشنل امپورټ اېکسپو كښې ګډون كولو ته سترګې په لاره يؤ۔ د ټي ډي اے پي يوې ذريعې وئيلي چې پاكستان د 60 ملين نه زيات د افرادي قوت يوه لويه پنګه لري او دلته د ټېلې فون صارفينو شمېره د 150 ملينه نه زياته ده۔ دې سره سره پاكستان د كركيلې ٬ ټېکسټائل، فټ ویئر ، دواسازۍ، د لوبو سامان ٬ پېکېجنګ، اوسپنې او د سټيل حوالې سره په نړيواله منډۍ كښې يو مهم شراكت دے۔ پاكستاني سفير ووئيل دې پلېټ فارم څخه ګټه پورته كولو سره مونږ چين او نړۍ سره تجارت زياتولو له كار كوؤ۔ ده ووئيل چين د وړاندې نه د پاكستان لويې تجارتي همكار دے او تېر كال د??ه اړخيزه تجارتي حجم كښې ريكارډ اضافه وشوه۔ سی آ??ی آ??ی ای د ګردې نړۍ كمپنيو لپاره په چين كښې يو داسې پلېټ فارم دے كوم چې د مصنوعاتو ??ند??رتون ٬ برانډز ته وده وركولو او د لا كاروباري همكار جوړېدو موقعې رامخې ته كوي۔ سی آ??ی آ??ی ای په دې وروستيو كښې د آن لائن قومي ??ند??رتون او د ډیجیټل سی آ??ی آ??ی آ??ی ای پلیټ فارم کلاؤډ لړۍ پېل كړې ده۔ د چائنا ??نټ??نیشنل امپورټ اېکسپو بیورو ډپټی ډائرېکټر جنرل سون چنګ هائیي وئيلي چې د آن لائن ??ند??رتون په تجرباتي آپرېشن كښې 30 هېوادونو برخه اخستې ده او دا پلېټ فارم په ذاتي حېثيت د ګډون پېشكش لپاره چمتو دے۔