اسلام آباد۔26 اکتوبر(اے پی پی) وزیر اعظم شهباز شریف د نومبر اولنۍ نېټې څخه د چين دوه ورځنۍ دوه كوي۔ د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري په شمول د لوړې كچې يو پلاوې به هم ده سره وي٬ وزيراعظم ته د دې د??رې بلنه د عوامي جمهوريه چين رياستي كونسل وزيراعظم لي كي چيانګ وركړې ده۔ د خارجه دفتر وياند له م??ې د شورؤ په ورځ د جاري شوي بيان له م??ې د روان كال په مهال د وزارت ??ظمی منصب سنبالولو نه وروستو به دا د وزيراعظم شهباز شريف اولنۍ دوره وي۔ وزیراعظم د تېرې مياشتې په 16 مه نېټه په ازبكستان كښې د چين صدر شي جن پنګ سره ملاقات كړې وو۔ د چين د كميونسټ ګوند تاريخي 20 مې نېشنل كانګرېس غونډې نه وروستو وزيراعظم د چين دوره كوؤنكو اولنو لارښودو كښې شامل دے۔ د بيان له م??ې د وزيراعظم دا دوره د پاكستان او چين ترمينځه د مشرتابه په كچه د پرله پسې تبادلې څرګندونه ده۔ وزیراعظم به د خپلې د??رې په مهال صدر شي جن پنګ سره ملاقات او وزيراعظم لي كي چيانګ سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ د وزیر اعظم شهباز شریف د??رې په مهال به دواړه فريق د دوه اړخيزه ستراتېجيكي مرستې همكارۍ جاج اخلي او په سيمه ايز او نړيوال پېشرفت به د خيالاتو څرګندونه كوي۔ بيان كښې دا هم و??يل?? شوي دي چې په دې دوره كښې به بېلو څانګو كښې د مفاهمت يادښتونه لاس ليك كولې شي۔ دا هم هيله ده چې د پراخو دوه اړخیزو همکاریو ايجنډې ته د ودې وركولو او د سي پېك جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ په 27 اكتوبر د كېدونكې 11 مې غونډې په تناظر كښې به د سي پېك مرستې رفتار مستحكم كړے شي۔