لاهور 12 اکتوبر (اے پي پي) د مسلم ليګ ن مرکزي لارښود او د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي د صدر مملکت د غېر ملكي سا??ش بيانيه په رد كولو د عمران خان د بيانيې نه پخپله ساه ختلې ده ۔ د شورو په ورځ لاهور احتساب عدالت كښې د پېشۍ په مهال م??ډيا سره په خبرو كښې خواجه سعد رفيق ووئيل عمران خان اقتدار لپاره ناوړه سا??ش كړے٬ هغه به خلق كمراه كول او د رياست په ضد به ئې لمسول، اوس خو صدر عارف علوي هم ووئيل چې هېڅ سا??ش نه ٶ او د د?? نه پس د غېر ملكي بيانيې سا??ش نه سا وتلې ده۔ خواجه سعد رفيق ووئيل عمران خان دې اووائي چې د خېبر پښتونخوا حكومت تر اوسه سېلاب ځپليو لپاره څه كړي۔ ده ووئيل په تېر حكومت كښې زمونږ په ضد ناسم كېسونه جوړ شوي۔ ده ووئيل خپل كېس كښې زه د انصاف هيله لرم او زه به كاميابېږم