اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني سره د مسلم ورلډ ليك عمومي سېكتر شېخ ډاکټر محمد بن عبدالکريم عيسٰي په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي دي ۔ د سېنېټ سېكرټرېټ لخوا د نهې په ورځ د ج??ري بيان له مخې په دې موقع محمد صادق سنجراني ووئيل پاکستان سعودي عرب سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي٬ د پاكستان اولس او حكومت د سېلاب په سخت وخت كښې د سعودي لخوا د سېلاب ځپليو د مرستې مننه كوي۔ د ملاقات په مهال سينيټرز مولانا عبدالغفور حېدري، حافظ عبد الکريم، دلاور خان، نسيمه احسان، اعجاز چ??هد??ي او خالده اطيب هم موجود وو ۔ د دې نه وړاندې پارلمان ت?? په رسېدو د سېنېټ چيئرمېن او نورو غړو د پلاوي تود هركلے وكړو۔