ملتان 10اکتوبر(اے پی پی)د كورنيو چارو وزيرمملكت عبدالرحمان كانجو وئيلي دي د وزيراعظم محمد شهباز شريف ?? انقلابي پروګرامونو څخه به د كركيلې پرمختګ خوب ضرور تعبير ومومي ٬تر څو چې زمونږ كروندګر خوشحاله نه وي تر هغه وخت د پ??كس??ان معيشت پرمختګ نشي كولې٬د دې مقصد ترلاسه ??ولو لپاره كوټلې اقدامات پورته كېږي٬د كركيلې څانګه د معيشت قوي كولو لپاره د ملا د تير حېثيت لري۔د پ??كس??ان كاټن جنرز اېسوسي اېشن مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ايم پي اے رانا محمد سليم حنيف لخوا د پ??كس??ان كاټن جنرز اېسوسي اېشن نو ټاكلي شوي چيئرمېن چوهدري وحيد ارشد٬سينئر وائس چيئرمېن او وائس چيئرمېن رانا محمد وسيم حنيف په درناوي كښې دستورې ته د خاص مېلمه په توګه د و??نا كولو په مهال وكړه۔په غونډه كښې پخواني صوبائي وزير حاجي عرفان خان ډاها٬ ایډوائزر ټو پرائم منسټرعبدالغفار ډوګر٬ايم اېن اے او وفاقي پارليماني سيكرټري محمد خان ډاها و نورو مشرانو ګډون وكړو۔رانا محمد سليم حنيف وئيلي دي وزيراعظم محمد شهباز شريف ??و پي ايل اين د مسئلو حل كولو صلاحيت لري٬د پومبې په پیدوار كښې زياتوالې د كروندګرو خوشحالۍ او د هېواد په معيشت كښې بهترۍ لپاره ضروري دے دغسې چې په معاشي بحران ختمولو كښې كردار ادا كړے شي