اسلام آباد 12ستمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پرويز اشرف وئيلي دي ج??هو??يت ښه نظام حکومت دے او دا د ميرمنو د شموليت نه غير نېمګړے دے۔د ګل په ورځ پارليمنټ كښې د ميرمنو پارلماني غړو ګروپ ويمن کاکس د سيورې لاندې ميرمنو ته د پېښو چيلنجونو په اړه سيمينار ته وينا كښې ده ووئيل نن مونږ د ميرمنو نړيواله ورځ په ج??هو??يت كښې لمانځو او دا نظام په نړيواله توګه ښه نظام حکومت ګڼلے كېږي او د ميرمنو د شموليت نه غير نامکمل دے۔ده ووئيل د اولس عزت ج??هو??ي نظام كښې دے ۔حکومت چلولو له چې څومره هم نظامونه شته په هغې كښې ج??هو??يت ښه نظام دے۔ ده ووئېل د ج??هو??يت باياد په پاک??تا?? كښې ذوالفقار علي بھټو اېښودے او دې نه پس پاک??تا??ي اولس كښې ج??هو??ي شعور بيدار شوے ۔ د قامي اسمبلۍ سپيکر ووئيل نن په پاک??تا?? كښې هر يو كس د ګرانۍ له امله ځپلے شوے۔په ټوله نړۍ كښې ګراني ده خو مونږ خپلې هغه طبقې له د كوم چې تنخاګاني كمي دي د هغوې دفاع نه شو كولې۔اوسني سيلاب له امله چرته چې لويه تباهي شوې هلته كروندګر هم ځپلې شوي ۔ ده ووئېل کلائميټ چينج په مسئلو كښې د پاك??تا?? برخه ډيره كمه ده۔نړيوال ماحوليات خرابولو كښې زمونږ نه بلكه د لويو پرمختلليو هېوادونو برخه ده۔نن چې مونږ د كوم آفت سره مخ يو په هغې كښې بايد نړيواله ورورولي زمونږ مرسته وكړي،ده ووئېل مونږ په ډير لږ وخت ??ښې د لويو تكليفونو سره مخ شوې يو او هېواد به د يووالي د لارې دې مسئلو څخه ويستلے شي