مظفر آباد 31 اګست (اے پي پي)د آزاد جمو كشمير وزيراعظم سردار تنوير الياس خان په خاص هدايت به(نن)د زيارت په ورځ د عظيم حريت لارښود سيد علي ګېلاني وړومبے تلين په عقيدت او احترام سره لمانځلې شي او د دې عزم څرګندونه به كولې شي چې د هند څخه د مقبوضه كشمير تر آزادۍ او د ټول رياست پاكستان سره تر الحاق به د آزادۍ د تحريك د شهيدانو مشن جاري ساتلې شي۔د جمو او كشمير لبرېشن كمېشن تر سيوري لاندې به د دې ورځې په مناسبت مونږ ??اكستانيانو يو او پاكستان زمونږ دے په موضوع نن دوه نيمې بجې په جمو او كشمير هاؤس اسلام آباد كښې سېمينار كولې شي۔د وزيراعظم د اطلاعات٬ماحوليات خاص مرستيال محمد رف??ق نير نه علاوه به د حريت مشران سكالران٬د سياسي ګوندونو مشران او پوهان سېمينار ته وېنا كوي۔د وزيراعظم په خاص هدايت به په دې لړ كښې خاص دستورې كولې شي چې پكښې به سيد علي ګېلاني ته د عقيدت ??ېرزوئنې وړاندې كولې شي