اسلام آباد 26 اګست (اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي دا د سياست نه بلكې د خذمت وخت دے٬سېلاب په لويه پیمانه تباهي كړی٬ځپلې به يواځې نه پرېږدو او د وروستي سېلاب ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔د جمعې په ورځ د سكهر دورې په موقع د سېلاب ځپليو سره د ملاقات نه پس مېډيا سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل ما د سېلاب له امله ?? ځپليو سيمو فضائي جائزه اخستې٬د سېلاب له امله په لويه پېمانه تباهي شوې كومه چې په الفاظو كښې نشي بيانېدې٬داسې تباهي مو وړاندې كله نه ده ليدلې۔وزيراعظم په سېلاب كښې د سلګونو خلقو په مړينه خواشيني وښودله او دوي لپاره ??ې دعا وكړه۔وزيراعظم ووئيل د سندھ اولس ?? ځپليو بحالۍ لپاره په بشپره توګه كار كوي٬په مېډيكل كېمپ كښې د علاج معالجې غوره آسانې وركړی شوي۔وزيراعظم ووئيل ما ځپليو سره ملاقات كړې٬هغوي ته خوراك٬داروګان او د څښكلو پاكو اوبو پشمول بنيادي ضروريات وركولو لپاره ښه انتظامات شوي۔وزيراعظم ووئيل ځپليو ته به د كورونو معاوضه وركولې شي۔وفاقي حكومت به لس لكه يوې كورنۍ ته وركوي٬صوبائي حكومت به هم د خپلې خوا مرسته كوي۔وزيراعظم ووئيل ?? ځپليو كورونه او فصلونه تباه شوي٬د وفاق لخوا به 25 زره روپۍ د كورنۍ په سر د بېنظيرانكم سپورټ پروګرام لخوا وركولې شي۔وزيراعظم ووئيل ځپلي به يواځې نشي ??رېښودلې۔سره د معاشي ??شكل صورتحال به حكومت د دوي هر ډول ممكنه مرسته كوي٬دا د سياست نه د خذمت وخت دے او د وروستي ځپلي تر بحالۍ به په قلاره نه كېښنو۔وزيراعظم ووئيل اتحادي ګوندونه شپه او ورځ د اولس په خذمت كښې بوښت دي٬په ګډه به د دې مشكل صورتحال ??قا??له كوو۔په دې موقع خارجه وزير بلاول بهټو زرداري ووئيل په سخت وخت كښې په دوره او مرسته كولو د وزيراعظم مننه كوو٬په باران كښې لويه تباهي شوې٬په ښارونو او كلي والو سيمو كښې فصلونو او كورونو ته سخت زيان رسېدلے ٬ټولو سياسي ګوندونو ته د دې آفت ??قا??له كول دي٬دا د رېليف او رېسكيو وخت دے٬ټول قام دې ?? ځپليو مرستې لپاره وړاندې راشي۔ده ووئيل ځپلې خيمو او راشن ته سخت ضرورت لري۔د سندھ وزيراعلٰی مراد علي شاه ووئيل وفاق سره په ګډه به په دې سخت وخت كښې د اولس مرسته كوو۔ټول به په ګډه كار كوو۔ده مېډيا ته ووئيل د سېلاب زيان په ډاګه كړې او نړيوالې ادارې او ټولنه دې هم د اولس مرستې لپاره راشي۔په دې موقع د جے يو آئي (ف)لارښود راشد سومرو ووئيل اتحادي حكومت به ?? ځپليو مرستې لپاره په ګډه كار كوي