واشنګټن 21 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي وئيلي دي پاكستان امريكې سره د برابرې، شريكې مرستې او شريكې ګټې په بنياد ښې اړيكې غواړي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ په واشنګټن كښې په خارجه محكمه كښې د ا??ريكې نائب خارجه وزيرې وېنډي شرمېن سره د ملاقات په مهال وكړې. طارق فاطمي ووئيل پاكستان په سيمه ايز امن، سلامتيا او خوشحالۍ كښې مهم كردار لري، دوه اړخيزه اړيكې مخ په وړاندې بوتلل به د پاكستان او امريكې دواړو په ګټه وي. ده ووئيل د پاكستان حكومت به په افغانستان كښې د ا??ساني الميې او معاشي تباهې مخ نيوي لپاره د ا??ريكې پشمول نړيوالې ټولنې سره په ګډه كار روان ساتي او د ??ال??انو سره به دا خبره باوري كوي چې هغوي خپل لوظونه عملي كړي. د ا??ريكې نائب خارجه وزيرې د ا??غانستان څخه په انخلا كښې په سهولت د ا??ريكائي حكومت لخوا د پاكستان مننه وكړه او وې وئيل د ا??ريكې حكومت به په افغانستان كښې امن او استحكام لپاره پاكستان سره كار روان ساتي. دغسې طارق فاطمي هغه د مقبوضه جمو و كشمير د صورتحال او هلته د بشري حقونو څخه د سرغړونو نه هم خبره كړه.