اسلام آباد 25 مئ?? (اے پي پي) د آئي اېم اېف او پاكستان ترمېنځه د توسيعي فنډ سهولت پروګرام د بحالې په اړه مذاكرات د شورو په ورځ پاې ته رسېدلي په كومو كښې چې د پروګرام اهداف سر كولو لپاره د مالي كال 2023م په بجټ كښې په پېټرول او توان د سبسډيز ختمولو پشمول په نورو جامع پاليسي اقدامات زور راوړلے شوے. د نېتهن پورټل په مشرې كښې د آئي اېم اېف مشن سره ??ه دوحه كښې د پاكستانو چارواكو ?? مئ?? د 18مې نېټې نه تر 25مې خبرې اترې وشوې. د آئي اېم اېف مشن پاكستانو چارواكو ??ره ډېرې ګټورې خبرې شوي چې مقصد ئحې د پالېسيو او اصلاحاتو په اړه لوظنامې ته رسېدل وو. نېتهن پورټل د خبرو اترو په پاې كښې په يو بيان كښې ووئيل د مشن خبرو په مهال ځانګړې پرمختګ شوے. د آئي اېم اېف ډله د پاكستانو وګړو په ګټه مائېكرو اكنامك استحكام باوري كولو لپاره د پاكستان حكومت په پالېسو مشاورت او مذاكرات روان ساتل غواړي.