اسلام آباد 19مئي (اے پي پي)د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير او د پېټروليم وزيرمملكت مصدق ملك وئېلي دي حكومت د برېښنا پېداوار زياتولو لپاره د ايندهن ان??ظام كړے٬پخو??ني حكومت توان او معاشي څانګه كښې ستونزې پرېښودې دي٬د توان په څانګه ګښې ګردشي قرض تر 2460 اربه روپو رسېدلے٬د برېښنا پیداوار كښې وقتي تعطل به ډېر زر لرې كړے شي٬لوډشېډنګ به صفر نه شي خو دا به محدود كړے شي۔د زيارت په ورځ د توان وفاقي وزير ان??ينئر خرم دستګير د پیټروليم وزيرمملكت مصدق ملك ??ره پرېس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ووئيل د پخو??ني حكومت د غلطو پالېسيو په سبب د مالياتي توان بحران مونږ ته پاتي شوے٬د مئي په 12 ورځو كښې كوم لوډشېډنګ نه دې شوے٬د سختې ګرمۍ په سبب وړومبے يو ساعت او بيا دوه ساعت لوډشېډنګ كېږي ٬ د دې بنيادي وجه دا ده چې د سكرو په بيعه كښې 300 فيصد اضافه شوې او دا مهال دا تر 360 ډالره رسېدلي ٬بل عذاب عمر??ني آئي پي پيز ته ادائيګۍ نه ده كړي او نه ئې د سكرو څخه د برېښنا پېدا كوونكو كارخانو او نورو بجلي ګهرو لپاره د سكرو او د ايندهن ان??ظام كړے٬ ده ووئېل كله چې مونږ حكومت ترلاسه كړو نو د اپرېل په 26مه نېټه 5820 مېګاواټ پېداواري منصوبې د ايندهن نشتوالي په سبب بندې وې كوم چې مونږ په څلورو ورځو كښې وچلولې۔ ځكه د اختر په ورځ لوډشېډنګ صفر ؤ خو كله چې پېداواري هلې ځلې بيا پېل شوې نو د شارټ فال ??ره مخ وو٬ ده ووئېل تراوسه د اېل اېن جي د څلورو سمندري بېړيو ان??ظام شوے٬ 7 سمندري بېړۍ د اوږدې مودې لوظ نامې له مخې اخستلې شوي٬د پنځو اخستو ان??ظام د (ن)ليګ حكومت كړے ؤ او د دوه پخو??ني حكومت كړے ؤ ٬ ده ووئېل د فرنس آئل هم پنځه بېړۍ ترلاسه شوي كومو څخه چې د ايندهن د كمي بحران حل شوے٬د موجوده لوډ شيډنګ يوه وجه د حوېلو بهادر شاه پلانټ مرمت او بحالي ده كومه چې دا مهال كېږي چې په سبب يې په بحران كښې شدت راغلے خو په يو څو ورځو كښې به د دې څخه يو ځل بيا پېداوار پیل شي٬ ده ووئېل د سكارو څخه د برېښنا پېدا كولو په يو پلانټ كښې پیدا شوې تكنيكي خرابي هم لرې كړی شوې او د برېښنا په پېداوار كښې دا وقتي تعطل به ډېر زر لرې كړے شي٬د دې نه پس به په محدود پېمانه لوډشېډنګ كېږي۔ده ووئيل په نړيواله كچه په راتلونكو 6 مياشتو كښې د ايندهن په بيعو كښې د كمي امكان دے٬دې څخه به صورتحال كښې ښه والے راشي۔ده ووئيل اېل اېن جي به نوره هم اخستې شي دغسې چې د برېښنا ضرورت پوره كړے شي۔ده ووئيل مونږ له به د برېښنا بيعه هم قابو كول وي٬ګردشي قرضه تر 2460 اربه روپو ته رسېدلې او په دې كښې د پخو??ني حكومت زمونږ د تېر دور په مقابل كښې 250 فيصد اضافه كړې٬د آئي اېم اېف ??ره په مذاكرات كښې د توان د وزارت كليدي كردار دے او د آئي اېم اېف كنټري هېډ ??ره زما ملاقات شوے او هغه ته مې وئېلې دي چې موجوده حكومت پوهه لري٬ ده ووئېل د پېټروليم وزارت او برېښنا وزارت كوآرډينېشن لري ٬د هېود په مالياتي او معاشي معاملاتو كښې به توازن پیدا كولې شي ۔د پیټروليم وزير مملكت مصدق ملك ووئيل د تېر حكومت وزيران د خپلو اقداماتو په اړه پوښتنې كوي٬زمونږ خو دوزارتونو سنبهالولو دوه درې اونۍ شوي٬په كال 2013 كښې په ښارونو كښې به د 12 او كلي والو سيمو كښې به د 16 نه تر 18 ساعت لوډشېډنګ كېدو خو د مسلم ليګ(ن)حكومت تر كال 2018 د 11 زره مېګاواټ اضافې كولو ??ره لوډشېډنګ ختم كړے ؤ ٬ ده ووئېل تېر پخو??ني حكومت د ايندهن ان??ظام نه ؤ كړے د كوم په سبب چې تقريبا 9 زره مېګاواټ برېښنا پېداوار نه دے ترلاسه شوے او لوډشېډنګ كېدلو٬د نومبر په مياشت كښې د 400 اېم اېم سي اېف ډي ګيس ضرورت دے خو يوازې 265 اېم اېم سي اېف ډي ګاز اخستلے شوے٬په دسمبر كښې د 475 اېم اېم سي اېف ډي ګيس ضرورت ؤ خو 255 اېم اېم سي اېف ډي ګيس اخستے شوے٬ ده ووئېل په ??نو??ۍ كښې د 510 اېم اېم سي اېف ډي ګاز ضرورت ؤ خو 134 اېم اېم سي اېف ډي ګاز اخستے شوے٬په فرورۍ كښې د 350 اېم اېم سي اېف ډي ګاز ضرورت ؤ خو 275 اېم اېم سي اېف ډي ګاز اخستے شوے٬د دې چا ??ره هم هېڅ ځواب نشته چې په ماركيټ كښې كله ارزانه اېل اېن جي خرڅېدله نو ولې نه ده اخستې شوې۔ده ووئيل وزيراعظم شهباز شريف او زمونږ قائد نواز شريف مونږ ته سپارښتنه كړې چې غريب ته د رېليف وركولو لپاره تګلاره جوړه كړئ٬په دې لړ كښې مونږ كار كوو٬په ګډه به حكومت او امير طبقه بوج پورته كوي٬په اولس به بوج نه اچوو ۔ده ووئيل زمونږ حكومت په آئيني طريقه راغلے ٬د اولس خذمت په مونږ فرض دے او دا خذمت به مونږ كوو۔