اسلام آباد 25 اپرېل (اے پي پي)وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي پاكستان او سعودي عرب په اولسي كچه د اسلامي ورورولۍ په لازواله رشتو تړلې دي٬پاكستان خپلو د سعودي عرب وروڼو سره خپلو پخ??انو ا??يكو ته د ق??ر په سترګه ګوري۔ده د دې خيالاتو ??رګندونه د سعودي عرب دورې تيارۍ په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔د ګل په ورځ په غونډه كښې د مسلم ليګ(ن)د ق??مي اسمبلۍ غړے شاهد خاقان عباسي٬سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير ساجد حسېن طوري٬د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب٬د خارجه چارو وزير م??لكت حنا رباني كهر٬ د وزيراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي او ا??وند اعلٰی چارواكو ګډون وكړو۔په دې موقع وزيراعظم ووئيل پاكستان او سعودي عرب په اولسي كچه د اسلامي ورورولۍ په لازواله رشتو تړلې دي٬پاكستان خپلو د سعودي وروڼو سره د پخ??انو ا??يكو ته د ق??ر په سترګه ګوري۔وزيراعظم اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې د اړيكو په خاص توګه روزګار٬توان٬فوډ سېكورټي او د تل پاتې سټرټېجك شراكتدارۍ ودې لپاره موثر سفارشات مرتب كړئ۔د يادونې وړ ده د وزيراعظم چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د وزيراعظم شهباز شريف وړومبۍ غېر م??كي دوره ده كومه به چې د دواړو اسلامي هېوادونو ترمينځه د وړاندې څخه موجوده دوه اړخيزه سټراټېجكي اړيكو لا قوي كولو له د ميل كاڼې ثابته شي