اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي پاكستان د كورونا ستونزې په مهال د سوئيلي آسيا ټولو هېوادونو په مقابله كښې زياته غوره كاركردګي ښودلې ده۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزيراعظم ووئ??ل په كوم ډول چې ??ونږ په كورونا وبائي مرض قابو وموندلو په دې زه خپل حكومت ته مباركي وركوم۔ ده ووئ??ل پاكستان د كورونا ستونزې په مهال د سوئيلي آسيا ټولو هېوادونو په مقابله كښې زياته ښه كاركردګي وښودله۔ دا خبره د يادونې وړ ده چې ??ړيوال بېنك د كال 2020/22 ساؤتھ اېشیا انډېکس كښې د دې خبرې اعتراف كړې دې چې ??اكستان په منطقه كښې د بې روزګارۍ كمې شرحې سره د سوئيلي آسيا نور هېوادونه وروستو پرېښودلې دي۔ د نړيوال بېنك د شمېرو له مخې كال 2020 نه تر 2022 پ?? سوئيلي آسيا كښې د بې روزګارې ودانۍ تر ټولو كمه شرح پاكستان كښې 4.3 فیصده پاتې ش??ه د دې په مقابله كښې هند كښې په دغه مهال د بې روزګارۍ شرح 8 فیصده ، مالدیپ كَښې 6.3 فیصده، بنګله دېش كښې 5.4 فیصده، بھوټان كښې 5 فیصد، سری لنکا كښې 5.9 فیصده او په نيپال كښې 4.7 فیصده پاتې شوې۔