اسلام آباد 21 مارچ (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د سندھ حكومت د آمرانه طرز حكومت سخته غندنه كولو سره د نيولې شويو مظاهره چيانو په ??مدستي توګه د خوشې كولو غوښتنه كړې۔د ګل په ورځ د پاكستان تحريك انصاف مركزي مېډيا ډيپارټمنټ ل??وا جاري شوي بيان له مخې د تحريك انصاف مركزي سېكرټري جنرل او ?? منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي چې پرامن احتجاج د وګړو بنيادي جمهوري حق دے٬د سندھ آمرانه حكومت د وګړو په ??مهوري حق ډاكه نشي اچولې۔ ده ووئيل چې پاكستان پيپلز ګوند په هېواد كښې د دستور او قانون پامالۍ بدترين مثالونه جوړوي۔د هارس ټرېډنګ شرمناك منډۍ جوړولو سره پيپلز ګوند د بهټو سياست ش??منده كړې۔ده ووئيل چې پرامن احتجاج كونكي مظاهرين دې سمدستي خوشې كړې شي