اسلام آباد 19 مارچ (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي علامه طاهر اشرفي وئيلي دي چې بلاول بهټو ته د او آئي سي په اړه غېر ذمه وارانه بيان وركول نه و پكار، د او آئي سي غونډ?? او د مارچ د 23مې نېټې پرېډ د ټولو شريك پروګرام دے، زمونږ دښمن هېواد هند د او آئي سي غونډه ورانول غواړي. د خالي په ورځ د بلاول بهټو زرداري په بيان په خپل غبرګون كښې د وزيراعظم خاص استازي ووئيل چې د مخالفې ډلې ګوندونو ته يو ځل بيا وئيل غواړم چې په اسلام آباد كښې د او آئي سي د خارجه وزيرانو غونډ?? او د پاكستان د 75مې ورځې پرېډ كېدونكې دے، دا پاكستان لپاره د اعز??ز او فخر خبره ده، د بلاول بهټو په بيان ډېر خفه شوے يم. ده ووئيل چې او آئي سي كوم چې شهيد ذوالفقار علي بهټو جو كړے و، غونډه ئې په اسلام آباد كښې كېدونكې ده، په داسې موقع بلا??ل ته داسې خبره كول نه وه پكار. ده ووئيل چې د اپوزيشن ټولو ګوندونو ته خواست كوم چې دوي دې خپل احتجاج ، د عدم اعتماد تحريك او غونډې د مارچ تر 24مه نېټه موخر كړي او د دې نه پس چې كوم صورتحال وي، بايد د قانون او آئين له مخې وي. بايد ټول د آئين او قانون احترام وكړي