لاهور 01 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د پخواني وزيراعظم چوهدري شجاعت حسېن او د پنجاب ا??مبلۍ سپيكر چوهدري پروېز الٰهی سره ملاقات كړے. وزيراعظم عمران خان د چوهدري شجاعت حسېن د خېريت پوښتنه وكړه. د وزيراعظم مېډيا دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې د ملاقات په مهال د هېواد په اوسني سياسي صورتحال او د شريكې خوښې په چارو تفصيلي خبرې وشوې. وزيراعظم عمران خان ووئيل دعا ده چې الله تعالٰی چوهدري شجاعت حسېن ته زر مكمل صحت وركړي. دغسې چوهدري شجاعت حسېن عيادت لپاره په راتګ د وزيراعظم عمران خان مننه وكړه. د پنجاب وزيراعلٰی سردار عثمان بزدار، وفاقي وزيران چوهدري فو??د حسېن ، مخدوم خسرو بختيار، شفقت محمود، حماد اظهر، د وزيراعظم سلاكار عبدالرزاق داٶد او عامر ډوګر هم وزيراعظم سره ملګري وو. د ملاقات په مهال د قامي اسمبلۍ غړي سالك حسېن او د حسېن الٰهی نه علاوه شافع حسېن، راسخ الٰهي ، منتها اشرف او محمد خان بهټي هم موجود وو.