اسلام آباد۔28فروری(اے پی پی) افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وئیلي چې د پاکستان او افغانستان دوه اړخیزه تجارت او پیاده تګ راتګ په تدریجي ډول زیات شوې دې۔ تېره ورځ د دو??ړو هېوادونو ترمينځه د 22 زره نه زياتو وګړو او 1585 ټركونو آمد ورفت وشو۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د وګړو او ټركونو آمد ورفت په اړه تفصيلات جاري كولو سره هغه ??وئ??ل تېره ورځ پاكستان څخه افغانستان ته 12 زره 132 كسان تلي او افغانستان څخه پاكستان ته 10 زره 553 راغلي دي۔ دغسې تېره ورځ د دو??ړو هېوادونو ترمينځه په مجموعي توګه د 1585 ټرکونو آمد او رفت وشو۔ د 708 ټرکونو د لارې سامان افغانستان ته ولېږلې شو او د 568 ټركونو د لارې سامان افغانستان څخه برآمد كړ?? شو۔ دې نه ځانله 61 ټرانزټ ټركونه افغانستان ته لاړل ٬ 2 ټرانزټ او 246 خالی ټرکونه پاكستان ته داخل شول۔ هغه ??وئ??ل تېره ورځ په طورخم كراسنګ پوائنټ 15 افغان رنځوران د در??لنو نه وروستو افغانستان ته ولېږلې شؤ او 138 رنځورانو ته در??لنو له پاكستان ته د راتللو اجازه وركړې شوه۔ دې سره سره په كراسنګ پوائنټس 590 وګړو ته كورونا وېكسين هم ولګولې شؤ