اسلام آباد 05 ف??ور?? (اے پي پي) د كشمير يوالي ورځې په مو??ع د ص??ر مملکت ډاکټرعارف علوي په مشرۍ كښې د فارن آفس نه تر ډي چوك لاريون شوې٬ په لاريون كښې د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني، د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر، دوهم سپيكر قاسم خان سوري،د كشمير پارلماني كمېټۍ چيِئرمېن شهريار خان آپريدي،د مذهبي چارو وزير پير نور الحق قادري، وفاقي وزير سيد فخرامام، زرتاج ګل ، پارلماني غړو او د حريت مشرانو پشمول د ژوند بېلا بېلو څانګو سره تعلق لرونكو ګ??ون وكړو۔ په دې مو??ع په لاريون كښې ګډون كوٶنكو ته خپله وېنا كښې ص??ر مملکت ډاکټر عارف علوي ووئيل پاکستان هر كال کشميريانو سره د فرورۍ پنځمه نېټه د كشمير يوالي ورځ په توګه لمانځي دغسې چې په نړيواله و??ور??لۍ او ملګرو ملتونو زور راوړي چې هغه د خپلو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو لمخې د كشمير مسئله حل كړي۔ هغه ووئيل پاکستان به د کشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو سياسي، سفارتي او اخلاقي ملاتړ جاري ساتي