اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د سعو??ي داخله وزير پرنس عبدالعزيز بن سعود بن نائف په يوه ورځنۍ دوره د ګل په ورځ پاكستان ته رارسېدلے دے ۔ د داخله وز??رت لخوا د جاري بيان ل?? مخې د كورنيو چارو وفاقي شېخ رشيد احمد په نور خان ائير بېس د سعودي خپل همڅنګ او د ھغه د پلاوي هركلے وكړو٬ داخله سېكرټري يوسف نسيم کھوکھر پشمول نور چارواكي هم د سعو??ي د پلاوي هركلي لپاره موجود وو۔ د سعو??ي داخله وزير سره د اعلٰې كچ شپږ كسيز پلاوې هم پ??كستان ته رارسېدلے ۔ د سعو??ي داخله وزير د پاكستان خپل همڅنګ شېخ رشيد احمد به خاص بلنه په يو ورځنۍ دوره پاكستان ته راغلے دے٬ د دواړو هېوادونو د داخله چارو وزيران به د خپلو پلاويو سره باضابطه ملاقات نن په داخله وز??رت كښې كوي۔ د سعو??ي داخله وزير به د خپلې دورې په مهال صدر ډاکټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره هم ملاقاتونه كوي ٬ د خپل همڅنګ سره په ملاقات كښې به د سيمه ايز صورتحال پشمول په سعودي كښې د بنديوانو پاكستانيانو راخوشې كولو او په نورو مهمو چارو به هم خبرې كېږي۔