اسلام آباد 01 فروري (اے پي پي) د خَزانې وفاقي وزير شوکت ترين وئيلي دي حکومت په آټوم??شن باور لري او په دې لړ كښې پېشرفت روان دے٬ انډر او د اوور انوائسنګ پشمول په سپېځلي ټېكس وصولۍ كښې آټوم??شن کليدي کردار لوبولے شي۔ ده دا خبرې د نهې په ورځ د اېف بي آړ په هېډك??ار??ر كښې په هوائي مېدانونو او بندرځايونو د كرنسي ډېكليئر??شن نوې اټومېټك نظام پرانستې په موقع وكړې۔ په دې موقع د نادرا چيئرمېن طارق ملك او د اېف آئي اے ډي جي ثناء اﷲ عباسي هم موجود وٶ۔ د دې نه وړاندې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په بټن وهلو د اټومېټك نظام پرانسته وكړه۔ ده وو??يل زمونږ په هېواد كښې د ګنجائش له مخې ټېكس نه وركړے كېږي٬ اوس مونږ د اټوم??شن د لارې هغه خلقو ته رسوٶ۔ د خزانې وزير و????يل د ټېكس نظام فعاله او موثره جوړول او زرمبادله مونږ لپاره د كليدي اهميت وړ څانګې دي او په دې كښې مونږ له مخ په وړاندې تلل دي، ده ووئېل په ماضي كښې د فارن ايکسچينج هېڅ ډاکومينټ??شن نه ٶ٬ دا مهال هم انډر او اوور انوائسنګ كېږي ٬ د دې مخنيوي لپاره اېف آئي اے ښه كار كوي۔ د دې نه وړاندې د اېف بي آر چيئرمېن د كرنسي ډيکليئر??شن په نوي اټومېټك نظام بريفنګ وركړو