اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي)وړومبۍ مېرمن بېګم ثمينه عارف علوي د كوټلې پرمختګ لپاره مېرمنو له يو ډول حقوق وركولو په حاجت زور راوړولو سره وئېلي دي چې مېرمنې هنرمندې جوړولو سره په معاشي توګه قوي كيدې شي٬مېرمنو له د كورونو سره نزدې ډيري فارمنګ او څاروو ساتلو تربيه وركولو سره د هغوي د مياشتې په آمدن كښې اضافه كيدې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه دې د ګل په ورځ كلي والو مېرمنو په اړه راجوړې كړی شوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په دستوره كښې د نېشنل فوډ سېكورټي و??اقي وزير سيد فخر امام٬سفارتي استازو٬د مېرمنو ښه والي لپاره كار كونكو تنظيمونو عهديدارانو٬د اينګرو پاكستان ايګزېكټو او نورو شخصياتو ګډون وكړو۔وړومبې مېرمن ثمينه عارف علوي و??ئيل چې په ټولنه كښې مېرمنو ته يو ډول اهميت او قدر ترلاسه دے٬حكومت به دا خبره باوري كوي چې مېرمنو ته تعليم٬روغتيا او د ملازمت ښه موقعې وركولې شي۔دې ووئيل چې په كلي والو سيمو كښې مېرمنو ته د تعليم او علاج آسانيو وركولو لپاره د بشپړه اقدامات ضرورت دې۔د مېرمنو پرمختګ سره به ټولنه هم پرمختګ وكړي٬مېرمنې په معاشي توګه خپلواكه جوړول مهم دي٬مېرمنې خپلواكه جوړول او د انجونو تعليم ته به پام كول وي۔د دې څخه وړاندې دستورې وفاقي وزير سيد فخر امام هم خطاب وكړو