اسلام آباد 30 جنوري (اے پي پي) پاكستان او افغانستان په سرحدي كراسنګ پوائنټس اسانيې زياتولو لپاره په قومي كچه د رابطه كارې په طريقه كار تشكيل كولو او د بارټر ټرېډ په پېل كولو اتفاق كړے دے او پاكستان افغانستان ته د روغتيا، تعليم، بېنكنګ، كسټمز، رېلوے او هوابازې پشمول په ګڼ شمېر څانګو كښې په استعداد د اضافې او په تربيه كښې د مرستې كولو وړاندېز كړے دے. د اتوار په ورځ د قومي سلامتي كمېټې د دفتر لخ??ا جاري شوې خبرپاڼې له مخې د پاكستان د قومي سلامتيا سلاكار او د ا??غانستان په اړه د بين الوزارتي رابطه څانګې مشر ډاكټر معيد يوسف د خالي او اتوار په ورځ د كابل دوره وكړه. د دورې مقصد ا??غان مشرانو سره د هېواد ا??ساني ضرورياتو او افغانستان ته ورپېښ په اوسنيو چېلنجونو قابو موندلو لپاره اقتصادي چارې مستحكم كولو لپاره د پاكستان په تجويزونو خبرې كول و. افغانستان لپاره د پاكستان ځانګړې استازې سفير محمد صادق او د اړوند وزارتونو اعلٰی چارواكي هم د پلاوي برخه وو. د دوه ورځنې دورې ??ه مهال د قومي سلامتيا كمېټې د ا??غانستان لنډمهاله نائب وزيراعظم ملا عبدالسلام حنفي او لنډمهاله خارجه وزير ملا امير خان متقي سره ملاقات وكړو چې مقصد د ا??غانستان په اوسني صو??تح??ل او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو په قوي كولو خبرې كول و. ډاكټر معيد يوسف نورو افغان وزيرانو او د ا??ساني او اقتصادي ستونزو د حل په اړه اعلٰی چارواكو سره د پلاوو په كچه ملاقاتونه ??م وكړل. د دې دورې د تجارتي اسانيو او په سماجي څانګه كښې د مرستې په لړ كښې د پرمختګ په اړه ښې نتيجې راغلې. دواړو هېوادونو په سرحدي كراسنګ پوائنټس اسانيې زياتولو لپاره په قومي كچه د رابطه كارې طريقه كار په جوړولو اتفاق وكړو. دوي په بارټر ټرېډ پېل كولو هم اتفاق وكړو كوم لپاره به چې په سمدستي توګه كار كولې شي. پاكستان افغانستان ته د روغتيا، تعليم، بېنكنګ، كسټمز، رېلوے او هوابازې پشمول په ګڼ شمېر څانګو كښې په استعداد د اضافې او په تربيه كښې د مرستې كولو وړاندېز وكړو. دواړو د رابطې درې لويو پروژو كاسا 1000 ، تاپي او ټرانس افغان رېل پروژه زر ترسره كولو لپاره د خپل عزم پخلې وكړو. افغانستان او پاكستان په دواړو هېوادونو كښې امن او استحكام باوري كولو لپاره د خپل عزم څرګندونه ??كړه. ډاكټر معيد يوسف په ښه مېلمستيا كولو د ا??غانستان د لنډمهال حكومت مننه ??كړه.