اسلام آباد۔26ج??ور?? (اے پی پی) د آزاد كشمير وزيراعظم سردار عبد القيوم نيازي وئيلي دي چې هند هسې په خله د جمهوري هېواد كېدو ادعا كوي٬ له 74 كلونو راهېسې د ملګرو ملتونو د قراردادونو عملي كولو څخه انكاري دې او كشمير يۍ قبضه كړې دې٬ نړۍ د هندوستان تور مخ بايد وويني٬ هندوستان د 9 لكه قابض پوځ او د آر اېس اېس ياغيانو د لارې كشميرې اولس محاصره كړې دې۔ دشورؤ په ورځ د هندوستان تش د نامې جمهوريت ورځ د كشميري اولس لخوا د تورې ورځې په توګه د لمانځلو حوالې سره خپل خصوصوي پېغام كښې هغه ووئيل هند ادعا خو د يو جمهوري هېواد كوي ولې په حقيقت كښې دا يو انتها خوښې هېواد دے۔ هغه ووئيل هندوستان له 74 كلونو راهېسې كشميرې اولس د خپلواكۍ حق څخه محرومه ساتلې دې۔ هندوستان په م??بو??ه كشمير كښې ظلم او زيات ر??ان ساتلې دې۔ سردار عبد القیوم نیازی ووئيل نړۍ د هندوستان تور مخ بايد وويني٬ هندوستان د 9 لكه قابض پوځ او د آر اېس اېس ياغيانو د لارې كشميرې اولس محاصره كړې دې۔ هغه ووئيل كشميريان چې په نړۍ كښې چرته هم دي هغوي دې د هند د جمهوريت ورځ د تورې ورځې په توګه ولمانځي۔ هغه ووئيل هند په م??بو??ه كشمير كښې آرټیکل 370 او 35 اے ختمولو سره اوس دغلته ډېموګرافي بدلوي