اسلام آباد 24 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ټاكلې شوې نمائندګانو ته سپارښتنه كړې چې د اولس سره خپلې رابطې تندې كړي او د اولسې د مسئلو سمدستي حل له ضلعي انتظاميې س??ه رابطې ښه كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د كشمير كمېټۍ چيئرمېن شهريار آفريدي ، د ??فا?? وزير ??فا?? پرويز خټك او د سائنس او ټيكنالوجي وفاقي وزير سيد شبلي فراز سره خبرو كښې وكړه چا چې د ګل په ورح ده سره ملاقات كړې ؤ۔ ملاقات كښې د پي ټي آئي تحصيل چيئرمېن ګمبټ او كوهاټ ساجد اقبال هم موجود وو ۔ ملاقات كښې د كوهاټ ضلع د ګوند تنظيم سازۍ او پرمختيائي پروژو چارو په ??ړه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم ټاكلې شوې اولسې نمائندګانو ته سپارښتنه وكړه چې نه يوازې د اولس سره خپله رابطه زياته كړې بلكه د هغوې د مسئلو حل لپاره ضلعي انتظاميې سره كوآرډينېشن هم ښه كړي۔ په ??ې موقع آزاد منتخب شوې تحصيل چيئرمين لاچي، كوهاټ محمد احسان او د كوہاټ سټي ميئر آزاد اميدوار شفيع اللہ پاكستان تحريك انصاف كښې د شموليت اعلان وكړو۔ دواړه لارښودو د وزيراعظم په قيادت د باور څرګندونه وكړه۔ وزيراعظم عمران خان په ګوند كښې په ??موليت د هغوې هركلے وكړو او هيله ئې څرګنده كړه چې د سيمې د وګړو ښه والې له به كار و??ړي