لاهور۔15جنوری(اے پی پی) د وزيراعظم د ملي ??منيتي چارو صلاحكار ډاكټر معيد يوسف وئيلي ??ي چې د ملي ??منیت پالیسي یوه متفقه پالېسي ده چې د ټولو اړخونو په مشوره جوړه شوې ده٬ پارليماني كمېټي مو چې ك??ه هم وغواړي بريفنګ لپاره چمتو يؤ۔ د ملي ??منيت په پالېسۍ بايد سياست ونكړې شي ، کشمیر مهمه مس??له ده كومه چې د نظر نه غورځول كېدې نه شي٬ افغانستان سره د ازغن تار مس??له دې د خبرو د لارې حل كړې شي٬ هند كښې اوس هم اقليتونه محفوظ نه دي ٬ په سي پېك كار روان دے د دې به ښې نتيجې رامخې ته شي ٬ غېر ملكي سرمايه كارو ته به سرمايه كارۍ لپاره غوره آسانۍ وركړؤ۔ هغه د خالي په مهال په ګورنر هاؤس كښې ميډيا سره خبرې كولې۔ ډاکټر معید یوسف ووئيل د ملي ??منيت پالېسي ډېره موده پس د ټولو اړخونو مشاورت سره جوړه كړې شوې ده په كومو كښې چې سول او ملټري مشرتابه شامله وه ٬ كوم هم حكومت ته به دا اختيار وي چې دې ته بيا كتنه وكړي ولې د دې پالېسۍ روح بدلېدې نه شي٬ د سېنېټ او قومي اسمبلۍ كمېټۍ دې مقصد لپاره جوړې كړې شوي دي هغه چې ك??ه هم وغواړي مونږ بريفنګ له چمتو يؤ۔ ډاكټر معيد يوسف ووئيل افغانستان كښې حالات ښه پلو روان دي بياهم ځينې چارې داسې شته كومې چې د خبرو د لارې حل كېدې شي۔هغه ووئيل افغانستان سره په تجارت كښې بهتري رامخې ته كېږي زمونږ ټركونه د روزانه په بنياد روان دي كوم چې كومو ستونزو سره نه مخ كېږي۔ هغه ووئيل د مسئلو حل د خبرو د لارې ممكن دے۔ هغه ووئيل د كشمير په هېڅ صورت كومه سودا كېدې نه شي۔ هند اقليتونو لپاره تر ټولو زيات غېر محفوظ هېواد دے او ددې د ظلم او تشدد نه د هټلر روح هم رپېږي۔ هند چې كوم پلو روان دې د دې يو پاك پروردګار حافظ دې۔ هغه ووئيل د ملائشیاء ترکيه او سعودی عربستان په شمول يو شمېر هېوادونه غېر ملكيانو ته د سرمايه كارۍ او اوږدې مودې لپاره د پاتې كېدو اجازه وركوي دغسې مونږ به هم غېر ملكي سرمايه كارو ته هر ډول آساني وركړؤ۔ هغه ووئيل كه د چين يا كوم بل هېواد وګړي پاكستان كښې خپلې كارخانې پرانستل غواړي نو مونږ ته به دې سره كوم زيان نه رسي۔ هغه ووئيل په سي پېك كار روان دې او د دې به ښې نتيجې رامخې ته شي۔ هغه ووئيل غواړؤ چې افغانستان كښې هم دا ډول يوه منصوبه وي۔