اسلام آباد 13جنوري (اے پي پي) پاکستان د اتومي جنګ لاره ني??لو او د وسلې زغل څخه د بچ كېدو پحقله د سلامتي كونسل د پنځو مستقل (پي فائيو) غړو لخوا د شڅك بيان هركلي ك??لو سره دا يو مثبت پېشرفت ګرځولے او وئيلي ئې دي د ملګرو ملت??نو د سلامتي كونسل د مستقل غړو ترمېنځه دا مفاهمت نړيواله او په سيمه ايزه كچه تزويراتي استحكام لپاره د كوټلو اقداماتو لاره هوارولې شي۔ د زيارت په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې د يو ذمه وار اتومي رياست په توګه پاكستان د ملګرو ملت??نو د عمومي اسمبلۍ د وسلې د تخفيف پحقله د وړومبنۍ خاص غونډې (اېس اېس او ډي-I) شرط??نو تر مخه د وسلېد تخفيف او د غېر امتيازي او عدم خپرېدو مقاصدو ملاتړ كوي٬ د پي فائيو هېواد??نو شريك بيان د اتومي وسلې تخفيف پحقله بامعني پېشرفت لپاره سازګار حفاظتي ماحول راپېدا ك??لو ضرورت تسليموي۔ وياند ووئيل د سوئيلي آسياء په تناظر كښې ستراتېژك ريسټرينټ رجيم لپاره د پاكستان تجويز چې پكښې د اتومي او ميزائل مخنيوے٬ روايتي توازن او د شخړو هوارے شامل دي ٬ د تزويراتي استحكام برقرار ساتلو او د پوځي شخړو څخه بچ كېدو كښې مهم كردار لوبولے شي٬ پاکستان د اتومي وسلو د كوم غېر ??جاز يا غېر ارادي استعمال په ضد حفاظت لپاره د ټ??لو اتومي قواؤ لخوا د موثره اقداماتو د ضرورت سره مكمل اتفاق لري