اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي)پاكستان او رومانيه د تجارت٬سرمايه كارۍ٬دفاع٬تعليم٬سائنس٬ټېكنالوجي او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زي??تولو ته اتفاق كړے۔دا اتفاق د ګل په ورځ په بخارسټ كښې د خارجه وزير شاه محمود قرېشي د رومانيه خپل هم څنګ بوګدان اوريسكو سره په ملاقات كښې رامخې ته شوے ۔په رومانيه كښې د پاكستان سفير ډاكټر ظفر اقبال هم د خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره ملګرے و۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬بېلو څانګو كښې د مرستې پشمول په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې۔د رومانيه خارجه وزير بوګدان اوريسكو د رومانيه دورې بلنه قبلولو سره او رومانيه ته په راتګ د خارجه وزير شاه محمود قرېشي مننه وكړه۔د خبرو اترو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د اړيكو د ټ??لو اړخونو جاج واخستلے شو۔خارجه وزير د پاكستان او رومانيه ت??مينځه نزدې او د شريكې مرستې اړيكې وستائېلې۔دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او رومانيه ت??مينځه ت??ارت٬سرمايه كارۍ٬دفاع٬تعليم٬سائنس٬ټېكنالوجي او كلتور پشمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې لا زي??تولو ته اتفاق وكړو چې پكښې د دوه اړخيزه سياسي مشاورت راروانه غونډه به په اسلام آباد كښې كېږي۔ دغسې دواړو خارجه وزيرانو شريك اقتصادي كمېشن بحالولو په ضرورت هم ز??ر راوړو