اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي د رومانيه او سپېن په څلور ورځنې سركاري دوره لاړو. ?? دورې په مهال به خارجه وزير د دې هېوادونو خارجه وزيرانو او نورو چارواكو سره ملاقاتونه كوي. ?? دورې په وړومبي پړاٶ كښې به خارجه وزير د جنورې د 9مې نېټې نه تر 10مه نې??ه د رومانيه خارجه وزي?? په بلنه د بخارسټ دوره كوي. خارجه وزير شاه محمود قريشي به د رومانيه خارجه وزير پشمول مهمو شخصياتو سره ملاقاتونه كوي. خارجه وزير به ?? دورې په دوهم پړاٶ كښې د جنورې د 10مې نېټې نه تر 12مه نې??ه د هسپانيه دوره كوي. هغه به خپل هم منصب او د پارلمان غړو سره ملاقاتونه كوي. د اتوا?? په ورځ د روانېدو نه وړاندې مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قريشي ووئيل چې رومانيه او هسپانيه د پاكستان مهم شراكت دار دي. په هسپانيه كښې په لويه شمېره پاكستانيان مېشته دي كوم چې ?? دواړو هېوادونو ترمېنځه د يو قوي پل كردار ترسره كوي. خارجه وزير ووئيل چې په كال 2021م كښې پاكستان او هسپانيه د سفارتي اړيكو 70مه سالګره په ښه ډول ولمانځله، هيله ده چې دا دوره به ?? دواړو هېوادونو د ا??يكو په لا قوي كولو كښې مرسته كوونكې ثابته شي.