اسلام آباد 24 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي عامو وګړو او د لږ آمدن تنخا دارې طبقې ته په وړومبي ځل د خپل كور جوړ??لو موقع وركوٶ٬ دا يوه تاريخي لمحه ده٬ تعميراتي څانګې ته وده ورك??لو سره به زمونږ معيشت ښه شي او د تنخا دارو د خپل كور خوب ب?? هم تعبير ومومي، به?? هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان په خوارۍ پېسه جمع كوي او د هغوي هم دا خواهش وي چې خپل كور جوړ كړے شي، په هېواد كښې د اشرافيه سوچ لرونكو هېواد ته ډېر زيان رسولے ٬ د 22 كروړه اولس پاكستان له زيات مضبوطېدل پكار وو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان د ”ميرا پاکستان، ميرا ګھر هاٶسنګ قرضه سکيم” دستورې ته خپلې وې??ا كښې وكړه۔ وزيراعظم ووئيل د سټېټ بېنك ګورنر او د نيا پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن د مباركۍ حق دار دي د چا په محنت چې عامو وګړو او تنخا دارو ته د خپل كور سهولت لپاره په آسانو شرطونو قرضې وركول ممكن شوي۔ وزيراعظم ووئيل څنګه چې د خزانې سلاحكار ووئيل په دې لړ كښې د كال 1990 راهسې قانوني خنډان ولاړ وو، دا كار ډېر وړاندې پكار ٶ۔ وزيراعظم ووئيل كله چې ما د كركټ لوبه كوله نو به?? هېوادونو كښې پاكستانيانو سره به مې رابطه وه٬ د هغوي دا خواهش ٶ چې دومره پېسې وګټي چې هېواد كښې خپل كور جوړ كړے شي، د ماضي واكدارانو دې پلو پام نه دے كړے، ده ووئېل به?? هېوادونو كښې تنخادارو ته ځائي واكمن قرض وركوي٬ ده ووئيل په ماضي كښې واكمنو او پرېكړه كوٶنكو دې پلو سوچ نه دې كړے او په هېواد كښې د اشرافيه سوچ لرونكو هېواد ته ډېر زيان رسولے چې په سبب ئې هېواد زيات كمزورے شوے او اشرافيه به?? هېواد ته پېسې لېږلې٬ ده ووئېل په سركاري روغتونونو كښې به درملنه كېده خو بيا په ور ور نجي روغتونونه جوړ شول او د سركاري روغتونونو حالت خراب شو ځكه چې اشرافيه دې پلو پام نه دے كړے ځكه چې ھغوي علاج د به?? هېوادونو څخه ك??لو ۔ وزيراعظم عمران خان د چين د ترقي مثال ورك??لو سره ووئيل چين د لاندې نه بره ترقي كړې٬ پاكستان بلها صلاحيت لري خو د بده مرغه بې وسه طبقو ته اهميت نه دے وركړے شوے، ده ووئېل زه خوشحاله يم چې عام وګړي او تنخا دارو ته په وړومبې ځل د خپل كور جوړ??لو موقع په لاس وركوٶ۔ ده ووئيل د دې نه وړاندې په بېنكونو كښې داسې نظام نه ٶ چې ورته د عام وګړي رسنه شوې وه خو اوس بېنكونو په خپل نظام كښې بهتري راوستې چې په سبب ئې په شپږو مياشتو كښې قرض ترلاسه كېدل پېل شوي ۔ وزيراعظم په بېنكونو زور رواړو چې ھغوي لا ماركيټنګ وكړي او خپل نظام د عام وګړي رسنې لپاره ښه كړي، په راتلونكې ورځو كښې لويه تبديلي راتلونكې ده چې ورسره به يو خوا بې وسه طبقې ته كور ترلاسه شي او بلخوا به د تعميراتي څانګې ودې سره زمونږ معيشت په تندۍ سره ترقي وكړي۔ په دې موقع وزيراعظم عمران خان قرض ترلاسه كوٶنكو كسانو ته د كورونو كنجيانې او په ځانګړې كاركردګۍ د بېنكونو چېف اېګزېكټو افسرانو له سندونه وركړل۔ په دې دستوره كښې د خزانې سلاحكار شوکت ترين، د سټېټ بېنك ګورنر رضا باقر او د نيا پاكستان هاٶسنګ اتھارټۍ چيئرمېن انور علي حېدر هم وېنا وكړه