اسلام آباد 19دسمبر(اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره د ك??غز??تان نائب خارجه وزير ايبك آرټيك بائيف د اتوار په ورځ ليدلي دي۔ په ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو او سيمه ايز صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔ په دې موقع د خيالاتو څرګندونه كولو سره خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان ك??غز??تان سره خپلو اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري كومې چې په شريكه عقيده٬تاريخ او كلتور اډانه دي۔ ده و??ئيل چې پاكستان ك??غز??تان سره د سياست٬تجارت٬سرمايه كارۍ او د اولسونو د رابطو په څانګو كښې د خپلو اړيكو په زياتولو كښې خوښي لري۔ شاه محمود قرېشي ووئيل چې پاكستان د مينځني آسيا رياستونو ته د كراچۍ او ګوادر بندر ځايونو د لارې تر ??نډ?? او آسانې لار د رسنې وړاندېز كوي۔ ده و??ئيل چې پاكستان مارچ 2022 كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل غونډې كوربتوب لپاره چمتو دے۔ ده و??ئيل چې پاكستان غواړي چې او آئي سي د اسلامو فوبيا چېلنجونو مخ نوي او په نړۍ كښې د امن او اسلامتيا راوستلو لپاره خپل كردار ادا كړي۔ د ك??غز??تان خارجه وزير په اسلام آباد كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو كونسل د غېر معمولي غونډې په كاميابۍ شاه محمود قرېشي له مباركي وركړه۔