اسلام آباد 20 دسمبر(اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي ذي چې د مولانا فضل ??لر??مان د اېز لوډ دكان بند شوے، دا د هغه مسئله ده، په پارلماني سياست كښې د هغه كوم كردار نشته، فضل ??لر??مان، ن ليګ او پيپلز ګوند يوازې كرپشن زياتولې شي، هېواد چلول د دوي د وس خبره ??ه ده. ده دا خبرې د مولانا فضل ??لر??مان لخوا مېډيا سره د خبرو په غبرګون كښې وكړې. د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب ووئيل چې فضل ??لر??مان د درې كلونو نه سياسي بې روزګار دے، ??پل روزګار لپاره د جمهوري حكومت په ضد په سازشونو بوخت دے. ده ووئيل چې د چا خپله لمن پاكه نه وي هغه په صادق او امين ګرځول شوي وزيراعظم عمران خان څنګه نيوكې كولې شي. ده ووئيل چې په ټوله نړۍ كښې ريكارډ ګراني ده، ځينې شرخوښي عناصر په پاكستان كښې د ګرانې په بهانه ??پل سياسي دكان پړقوي