اسلام آباد۔6دسمبر(اے پی پی) خارجه و??ير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي د جنوني كېفېت مخې ته به بند تړل او په ګډه د انتها خوښي سوچ مقابله كول وي۔ د ګل په ورځ د او آئي سي كونسل آف فارن منسټرز او غېر معمولي غونډې او په سيالكوټ كښې د رامخې ته شوې غمجنې پېښې حوالې سره پ?? خپل مهم بيان كښې خارجه و??ير ووئيل په 19دسمبر به اسلام آباد كښې د او آئی سی خارجه وزيرانو غېر معمولي غونډه كېږي په كومه كښې چې د بېلو هېوادونو خصوصي استازو ته د ګډون كولو بلنه وركړې شوې ده۔ د او آئی سی د خارجه وزيرانو غونډې ايجنډا افغانستان دې۔ شاه محمود قریشي و??ئیل چې د افغانستان وضعیت ته باید زر تر زره پاملرنه وشي دغسې چې د افغانستان بشري بحران سوا نه شي۔ هغه ووئيل كه افغانستان كښې معاشي بحران رامخې ته شي نو د دې به مضر اثرات مرتب شي۔ خارجه و??ير ووئيل د سيالكوټ پېښه يوه غمجنه پېښه ده ٬ څه چې په سيالكوټ كښې وشؤ داسې بايد نه وو شوې۔ شاه محمود قرېشي و??ئيل د سيالكوټ پېښې پلټنې روانې دي او تر دې دمه 118 كسان نيولې شوي دي۔ هغه ووئيل زما خپل سري لنكن همڅنګ او د وزيراعظم سري لنكن حكومت سر?? خبرې شوي دي ٬ سري لنكن حكومت د پاكستاني اقدماتو څخه مطمئن دے۔ سري لنكن حكومت غواړي چې ذمه وارو ته دې سخته سزا وركړې شي ٬ زمونږ هڅه ده چې دې پېښه كښې ككړ كسان قانون ته مخامخ كړې شي۔ خارجه و??ير ووئيل حكومت سره سره ټولنې له به هم يو ذمه وار كردار ترسره كول وي۔ د جنوني كېفيت وړاندې به پ?? تړل او په ګډه د انتها خوښي سوچ مقابله كول وي۔