اسلام آباد 03دسمبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيك?? اسد قيصر وئېلي دي د هېواد په بېلو برخو كښې يتيمانو او خصوصي وګړو لپاره په ټولو آسانيو مشتمل لويې لويې كمپليكس جوړول پېل كوو٬پارليماني غړي دې په خپلو خپلو سيمو كښې كمپليكس جوړولو لپاره راوړندې شي او د سياست نه غېر د دې اولس خذمت وكړي٬بيورو كريسې دې هم په دې لړ كښې مرسته وكړي۔د جمعې په ور?? د خصوصي وګړو نړيوالې ور?? په موقع د پارليمان پ?? لان كښې دستورې ته خپله وېنا كښې د قامي اسمبلۍ سپيك?? اسد قيصر ووئيل چې ما د ماشوم والي راهيسې د فلاحي كارونو شوق كړې او د ټولنې د كمزورو طبقو لپاره لويې څښتن زما څخه كار اغستې٬نن زه سپيكر يم نو د پارليمان دروازے د خصوصي وګړو لپاره پرانستې دي٬د هېواد په بېلو سيمو كښې د خصوصي وګړو لپاره د منظم كار كولو هڅې كوم داسې ماشومان كوم چې هېڅ هم نه لري٬فلاحي تنظيمونو هغوي خپل كړي٬د هېواد په بېلو سيمو كښې د خصوصي وګړو او يتيمانو لپاره لويې لويې كمپليكس جوړول پېل شوي۔وزيراعظم عمران خان هم شپه او ور?? د كمزورو طبقو په خپلو پښو ودرولو خبره كوي٬په قانون سازۍ كښې چې چرته هم كمزوري ده٬هغه دې په ګوته كړې شي٬پارلمان به قانون سازي كوي٬د نړيوال اېن جي اوز په رجسټرېشن كښې مشكلات دي٬مونږ بايد د سياست څخه غېر د هېواد او قام لپاره كار وكړو۔د دستورې نه پس سپيك?? اسد قيصر په پارليمان كښې د معذورو لپاره د آسانيو پرانسته وكړه۔