اسلام آباد۔30نومبر (اے پی پی) د بین المذاهب همغږۍ لپاره د وزیراعظم خاص استازی او د پا??ست??ن علماء کونسل چیئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفی وئيلي دي پا??ست??ن به د اسلامي نړۍ د ستونزو په هواري کښې خپل رول ته دوام ورکړي، د افغان مسئلې په اړه د او آی سي د بهرنیو چارو وزیرانو د ځانګړې غونډې هرکلی کوؤ٬ د فلسطین وضعیت د اندېښنې وړ دې او نړۍ او اسلامي نړۍ باید د اسرائیلو د ناوړه ارادو مخنیوي لپاره سمدستي اقدام وکړي. هغه دا ????ره په یوه بیان کې وکړه۔ هغه ووئيل پا??ست??ن د اسلامي نړۍ يو ستر طاقت دې او د اسلامي نړۍ په مسئلو غلي نۀ شي پاتې کېدى، پا??ست??ن اتحاد اؤ پيوستون د اسلامي امت د ستونزو د حل لاره ګڼي.د هغه وېنا وه چې د افغانستان وضعیت له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې څخه د سمدستي اقدام غوښتنه كوي ??و زیاته یې کړه چې د ساړه په موسم كښې په افغانستان كښې انساني الميه رامخې ته كېدې شي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئیل چې د سعودي عربستان لخوا د او آئي سي د بهرنیو چارو د وزیرانو د ځانګړې غونډې د رابللو پرېکړه د وزیر اعظم عمران خان او د سعودي عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان تر منځ د دوه اړخیز مشاورت نتيجه ده۔ پاكستان د دې غونډې د كوربتوب سره سره د دې د هركلي كولو اعلان كوي۔ هغه ووئیل د پا??ست??ن ټول ذمه وار چارواكي د افغانستان وضعیت پياوړتيا له خپل رول لوبوي، د افغانستان سوله د پا??ست??ن سوله ګڼي، د پا??ست??ن د پوځي او سیاسي مشرتابه دریځ روښانه دې چې نړۍ بايد د افغان عبوري حكومت د لارې د خبرو عمل ته ورسي٬ په دې حساس پړاو کښې بايد افغانستان یوازې پاتې نه كړې شي۔ هغه ووئيل د او آئی سی د بهرنيو چارو وزيرانو خصوصي غونډې رابللو په لړ كښې د پاكستان خارجه وزارت د خارجه وزير شاه محمود قرېشي په مشرۍ كښی د ګردې اسلامي نړۍ ذمه وارو سره رابطه كښې دې۔ نړۍ او اسلامي نړۍ د افغانستان په وضعيت د پاكستان د مثبت كردار اعتراف كوي۔ حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ووئيل د مسلمانانو او فلسطين د مقدساتو حوالې سره د اسرائيلو د ځينو مسؤولو مشرانو غير ذمه واره چلند د غندنې او افسوس وړ دې، پا??ست??ن او پا??ست??نې اولس خپلو فلسطيني وروڼو سره دي او د يو آزاد فلسطيني رياست جوړېدل چې پلازمينه ئې القدس الشريف وي ?? اسلامي نړۍ متفقه پریکړه ده.هغه ووئیل د اسرائیلو ظالمانه اقدامات د سیمې امن خطر سره مخ کوی۔ هغه ووئیل د فلسطین د مسئلې په اړه په اوسنیو حالاتو کښې د سعودی عربستان دریځ د اسلامی امت د خولې خ??ره ده۔