اسلام آباد 24 نومبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د سباؤن چيلنجونو مخنيوي لپاره اتحاد، ايمان او په محنت ??ره كار كولو ته اړتيا ده،د هېواد پرمختګ لپاره به قام له د خپلو صلاحيتونو نه ځان خبرول وي، حکومت د بلوچستان پرمختګ ته خاص پام لرنه كوي، په نړيوال سياست كښې د اخلاقي اقدارو كمے دے،نړۍ كښې امن او پرمختګ لپاره به نړيوال سياست كښې اخلاقي اقدار خپلول وي،قامونه يواځې په قدرتي وسائلو نه بلکه په فکر او سوچ ??ره پرمختګ كوي۔ صدر د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ ايوانِ صدر كښې د نېشنل سيکورټي ورکشاپ بلوچستان ګډون كوونكو ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل حکومت د كامياب جوان پروګرام ترمخه کاروباري قرضې وركوي، د بلوچستان ځوانانو او ميرمنو له د حکومتي قرض اسکيمونو په اړه خبرتيا وركولو ته اړټيا ده۔ صدر د ترهه ګرۍ په ضد جنګ او په کورونا وباء قابو موندلو لپاره د پاکستان د کاميابيو ذکر کولو كښې ووئيل بايد نوے نسل هېواد مخ په وړاندې بوتللو له خپله توانائي خرڅ كړي۔ ډاکټر عارف علوي ووئيل تعليمي ميدان كښې کاميابۍ ??ره مونږ په وړومبې صف كښې خپل مقام ترلاسه كولے شو،د هېواد پرمختګ او مسئلو حل لپاره به د ډلو او ذاتي ګټ?? نه غير كار كول وي۔ صدر ووئيل نړۍ د فيك نيوز غوندې لوي چيلنج ??ره مخ ده،ځوانانو له د فيك نيوز مخنيوې لپاره خبرتيا او تعليم وركولو ته اړتيا ده۔دې څخه وړاندې د ورکشاپ منتظم??نو صدر مملکت د ورکشاپ د اغراض او مقاصد وپه اړه خبر كړو