اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي په انتخابي قوانين كښې بدلون او الېكټرانك ووتنګ مشين (اي وي اېم) معرفي كولو سره مونږ ھغه تورونه پاكول غواړو، د كال 1970 نه پس چې څومره انتخابات شوي ??ه ھغې اعتراضات رامخې ته شوي ?? وخت راغلے چې مونږ خپل سمت سم كړو او داسې قا??ون سازي وكړو چې عمر له خپلواكه٬ سپېځلے او ورسره د باور وړ انتخابي نظام رائج شي، اتحاديان مونږ سره ولاړ دي٬ قا??ون سازۍ لپاره ټولې طريقې اختيار كړې ??وي٬ د اي وي اېم مشين د هغې ناپاكو ادارو لرې كولو لپاره وړاندې كړے شوے كومې چې په ??اضي كښې رامخې ته كېدې، د مخالفې ډلې مشر دې دوه مخيز معيار نه خپلوي، انتخابات د غلا څخه ساتلو لپاره دې ټول غړي په انتخابي قوانين كښې د بدلون په حق كښې رائے وركړي۔ د شورو په ??رځ د پارلمان شريكې غونډې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دا ايوان داسې قا??ون سازي كوٶنكے دے چې ورسره به د ماضي خرابۍ او قباحتونه ختم شي او سپېځلے انتخابي نظام به په ??ېواد كښې رائج شي۔ ده ووئيل حكومت كوم تور قا??ون مسلط كول نه غواړي بلكې مونږ د ماضي تور لرې كول غواړو٬ نن تاريخي ورځ ده٬ د كال 1970 نه پس چې څومره انتخابات شوي ھغې ته ګوتې نيولې شوي٬ وخت راغلے چې مونږ خپل سمت سم كړو او داسې قا??ون سازي وكړو چې عمر له خپلواكه ٬ سپېځلے او د باور وړ انتخابي نظام رائج شي