اسلام آباد 15نومبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي د هېواد او ??ام تحفظ لپاره د ځان قربانۍ وركوونكو د پوليس شهيدانو ته سلام كوو٬د شهيدانو د كورنيو ټول ضروريات پوره كول زمونږ ذمه واري ده٬د شهدا پېكج له مخې ب?? د ټولو واجباتو ادائيګي باوري كولې شي٬په اسلام آباد پوليس كښې په دوه زره خالي چوكو د بهرتۍ منظوري وركړې شوې٬دې سره به د نفرۍ كمے تر ډېره حده لرې شي۔په اسلام آباد كښې ب?? جديد فرانزك لېب ډېر زر خپل كار پېل كړي۔ده دا خبرې په پوليس لائن ھېډكوارټر كښې شهيدانو او د وظيفې په مهال د حق رسېدلېو د پوليس اهلكارو كورنيو ته د چيكونو وركولو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې۔وفاقي وزيرد اسلام آباد پوليس د شهيدانو كورنيو ته د 4 كروړه 70 لكه روپو چيكونه وركړل۔ یه خاص مېلمنو كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد او د اسلام آباد آئي جي قاضي جميل الرحمان شامل وو۔ده ووئيل زه خوش قسمته يم چ?? د ??هيدانو پیكج وركوم دا د ??ام اثاثه ده ۔د دوي په وجه د وطن خاوره ښيرازه ده٬زه هغو مئيندو ته سلام كوم د چا نرانو زامنو چې د هېواد او ??ام تحفظ لپاره د جرائم پېشه عناصرو او د ترهه ګرو په مقابله كښې خپل ځان قربان كړے او د شهادت لوړه درجه يې ترلاسه كړې۔ ده ووئېل د شهيدانو لازواله قربانو ته پېرزوئنې وړاندې كوو۔داخله وزير ووئيل د شهيدانو د كورنيو د ټولو ضرورياتو خيال ساتل زمونږ ذمه واري ده۔د شهدا پېكج بقاياجات به هم زر ادا كړﺀ شي۔د دې څخه وړاند?? د ??سلام آباد آئي جي قاضي جميل الرحمان هم دستورې ته وېنا وكړه