اسلام آباد 03 نومبر (اے پي پي) د خزانې صلاحكار وياند مزمل ا??لم وئيلي دي چې وزیراعظم عمران خان د محدود وسائلو باوجود د غريبانو ستونزو كمولو لپاره تاریخي ریلیف پیکیج اعلان کړې دې ٬ دوره كروړه مستحق كورنۍ د راروانو 6 مياشتو په مهال په اوړو ، غوړو او دالونو 30 فیصده سبسډي څخه مستفید شي، حکومت سیلز ټیکس او پټرولیم لیوي كمولو سره په اولس د پټرولیم مصنوعات کم نه كم بوجھ اچولې ، كه نن د ن لیګ حکومت وې نو نن به هېواد كښې يو ليټر پيټرول په 175 روپۍ ترلاسه كيدې۔د شورو په ورځ نجي ټي وي چينل سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل جي ډي پي ګ??وتھ 5 فیصد څخه زيات شوې دغسې د كركيلې او کارپوریټ څانګو كښې ښه والې راغلې،هېواد كښې د فصلونو پیداوار زيات شوې ، حکومت د غریبانو ستونزې لرې كولو لپاره په زړه پورې هڅې كوي او وزیراعظم د اړخه اعلان کړې شوې تاریخی ریلیف پیکیج سره به ?? نړيوالې ??را??ۍ مقابله كولو كښې مرسته وشي۔ مزمل ا??لم ووئيل ن لیګ د بے نظیر انکم سپورټ پرو??را?? كښې 102 اربه روپۍ دغسې پیپلز ګوند په 2013ء كښې 70 اربه روپۍ پرېښودلې وي كومې چې اوسني حكومت د روان مالي كال په مهال ا??ساس پرو??را?? لپاره 260 اربه روپۍ بيلې كړې ، دې نه علاوه نورې 120 اربه روپۍ اېښودلې شوي،پخواني حکومتونو په خپل خپل وخت كښې دومره سبسډي نه ده وركړې شوي څومره چې اوسني حكومت په يو كال كښې 380 اربه روپۍ جاري كړې دي