اسلام آباد 18 اكتوبر ﴿اے پي پي﴾وزيرا??ظم عمران خان جاپان سره د خپلو معاشي، تجارتي، پرمختيائي او د سرمايه كارۍ په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو عزم څرګندولو سره وئيلي دي پاكستان جاپان سره د شريك اعتماد او تفاهم په بنياد دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي. ده دا خبرې د ګل په ورځ په پاكستان كښې د جاپان س??ير كونينوري مستودا سره په خبرو كښې وكړې كوم چې ده سره ملاقات كولو. وزيرا??ظم س??ير ته په پاكستان كښې په خپله موده پوره كولو مباركي وركړه او د هغه راتلونكو ذمه وارو لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه. س??ير د جاپان نوي وزيراغظم ته په خط ليكلو د وزيرا??ظم عمران خان مننه وكړه. وزيرا??ظم عمران خان ووئيل پاكستان جاپان سره د شريك اعتماد او تفاهم په بنياد دوه اړخيزه اړيكو ته ډېر اهميت وركوي، مونږ جاپان سره په معاشي، تجارتي، پرمختيائي او د سرمايه كارې په څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو عزم لرو. په سيمه ايز تناظر كښې وزيرا??ظم عمران خان ووئيل سوله ايز او مستحكم افغانستان د پاكستان او منطقې په ګټه دے. ده په نړيواله ټولنه زور راوړو چې هغوي د افغانستان نوې انتظاميې سره رابطه وساتي او په سمدستي توګه د انساني مرستې بحالۍ او د افغانستان د منجمد اثاثو ريليز پشمول د اقتصادي تباهې مخ نيوي لپاره اقدامات وكړي. ده د قومي تفاهم او د يوې جامع سياسي ډهانچې په اهميت هم زور راوړو. دغسې د جاپان س??ير جاپان سره د اړيكو لا مستحكم كولو او په منطقه كښې دننه او بهر د امن او استحكام په ملاتړ كښې په مهم كردار ترسره كولو د وزيرا??ظم عمران خان مننه وكړه. د جاپان س??ير د جاپاني او نورو وګړو د افغانستان څخه په وتلو كښې په مرسته كولو هم د پاكستاني حكومت مننه وكړه.