اسلام آباد 23ستمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د امريكې خپل هم څنګ اينټوني بلنكن سره ملاقات كړے چې پكښې په شريكو اړيكو او ?? افغانستان په صورتحال د خيالاتو څرګندونه شوې۔د پاكستان سفارت د اړخه جاري شوي پرېس رېليز ل?? مخې خارجه وزير شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو 76مې عمومي غونډې په موقع د زيارت په ورځ د امريكې خپل هم څنګ اينټوني بلنكن سره ملاقات كړے۔شاه محمود قرېشي په ملاقات كښې دا خبره وكړه چې د پاكستان او امريكې ترمينځه نزدې اړيكې عمر له ګټورې پالتې دي او په سوئېلي آسيا كښې استحكام لپاره مهمې ثابت شوي ۔د خبرو په مهال ده د تجارت٬سرمايه كارۍ٬توان او سيمه ايزو رابطو په بنياد د پاكستان امريكې سره د متوازن اړيكو خواهش څرګند كړو ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي په افغانستان كښې د مسئلې حل لپاره هلو ځلو آسانولو له د پاكستان د عزم پخلے هم وكړو۔ده په دې خبره زور راوړو چې افغانستان كښې يو مستحكم او او متنو?? حكومت به دا خبره باوري كوي چې ?? افغانستان خاوره په سباؤن كښې كومه هم نړيواله ترهه ګره ډله د خپل مقصد لپاره استعمال نه كړي۔په دې خبره زور راوړولو سره ده ووئيل په افغانستان كښې د يو نوي سياسي حقيقت سره مخ يو٬دغسې بايد طالبان د خپلو لوظونو پاسداري وكړي او دا د نړيوالې ورورولۍ اخلاقي ذمه واري ده چې په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي لپاره ?? افغان دولت او اولس مرسته وكړي۔ده ووئيل بايد ټوله نړۍ خبر شي چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري٬د خبرو اترو په مهال خارجه وزير مقبوضه جمو كشمير كښې د هندي عسكرو د اړخه د بشري حقونو خلاف ورزو څخه هم د امريكې خارجه وزير خبر كړو۔ده ووئيل په سوئېلي آسيا كښې امن د كشمير مسئلې حل نه غېر ممكن نه دے۔د پرېس رېليز ل?? مخې د امريكې خارجه وزير د امريكائي وګړو او ?? افغانستان پشمول د نورو هېوادونو وګړو ?? افغانستان څخه انخلاﺀ لپاره د پاكستان مرسته او په سيمه كښې امن لپاره د پاكستان هڅې وستائېلې