اسلام آباد10ستمبر (اے پي پي) د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير سېنېټر سيد شبلي فراز وئېلي دي اليكټرانك ووټنګ مشين په پاكستان كښې د سپيځلو ټاكنو ضمانت دے٬حكومت د ا??يكټرانك ووټنګ مشين په اړه د ا??وزېشن پشمول سټيك هولډرز څخه تعميري تجاويز اخستو لپاره چمتو دے۔د جمعې په ورځ د “اليكټرانك ووټنګ مشين او انتخابي اصلاحات”په سرخط ويبنار ته خطاب كولو په مهال ده ووئيل اي وي اېم او انتخابي اصلاحات د آزادو او باور وړ ټاكنو لپاره ضروري او زمونږ راتلونكو نسلونو لپاره مهم دي۔د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپم??ټ اكنامكس(پائيډ) د سيوري لاندې ويبينار كښې د بېلو تنظيمونو انتخابي چارو پوهانو ګډون كولو۔د فافن سرور باري٬د پلډاټ احمد بلال محبوب او د الېكشن كمېشن آف پاكستان پخواني سېكرټري كنور دلشاد هم ويبينار كښې ګډون كولو۔وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز ووئيل اي وي اېم او انتخابي اصلاحات د آزادو او باور وړ ټاكنو لپاره ضروري او زمونږ راتلونكو نسلونو لپاره مهم دي۔بايد مونږ ټېكنالوجي پلو لاړ شو۔ده ووئېل حكومت انتخابي اصلاحات لپاره هلې ځلې كړي او دا اصلاحات به انتخابي عمل كښې شفافيت باوري كړي۔ده ووئيل ټولې پر??كړې د ذاتي رائے په ځاے په تحقيق اډانه پكار دي۔وفاقي وزير شبلي فراز د پوهانو او ويبينار ګډون كوونكو سره د پاكستان انسټي ټيوټ آف ډوېلپم??ټ اكنامكس د ويبينار په اهتمام او سياسي او سماجي مسئلو حل كولو لپاره اقدامات وستائېل