اسلام آباد۔16اګست (اے پی پی) د قامي سلامتيا كمېټۍ د دې عزم څرګندونه كړی چې پاكستان د ټولو افغان ډلو نمائندګي لرونكې بشپړه سياسي صلحې لپاره عزم لري كومه چې د وړاندې تګ يوازينۍ لار ده او نړيوالې ورورولۍ او ټولو افغانانو ډلو سره به په ګډه بشپړه سياسي حل لپاره كار كوي۔ د قامي سلامتيا غونډه د ګل په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه كومه چې افغ??نس??ان كښې په رامخې ته شوي صورتحال غور كولو له رابللې شوې وه۔ په غونډه کښې د کابینې لوړ پوړو او سروسز چيفس برخه واخسته۔ غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته په افغ??نس??ان كښې په شوي وروستي پېشرفت او په منطقه د دغې د ممكنه اغېز په اړه برېفنګ وركړے شو۔ په سیمه کښې په عمومي ام??یتي وضعیت هم خبرې وشوې۔ د قامي سلامتيا كمېټۍ یادونه وکړه چې پاکستان په افغ??نس??ان کې د لسیزو اوږدې جګړې له ام??ه سخت ځپلے شوے ، ځكه سيمه كښې ام?? او ثبات غواړي۔ غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې نړيواله ورورولي دې د پاكستان د څل??ر لسيزو څخه وركړې كېدونكو قربانيو اعتراف وكړي۔ ګډون كوؤنكو د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان افغ??نس??ان كښې د ټولو افغان ډلو نمائندګي لرونكې بشپړه سياسي صلحې له عزم لري كومه چې د وړاندې تللو يوازينۍ لار ده۔ غونډې كښې د دې لوظ پخلے هم وكړے شو چې پاكستان به نړيوالې ورورولۍ او ټولو افغانانو ډلو سره په ګډه بشپړه سياسي حل له مرسته كولو له كار كوي۔ په دې خبره زور راوړلے شو چې افغ??نس??ان كښې د لاس وهنې نه كولو په اصولو به په سختۍ سره عمل كولے شي۔ كمېټۍ په دې خبره د اطمينان څرګندونه وكړه چې تر دې دمه د تشدد كومه لويه پېښه رامخې ته نه شوه۔ افغ??نس??ان كښې په ټولو ډلو زور راوړلے شو چې هغه د قانون د عملدارۍ احترام وكړي۔ د ټولو افغان وګړو د بنيادي ??نس??ني حقونو بايد تحفظ وكړے شي او دا خبره باوري كړې شي چې كوم هم ترهګر تنظيم يا ډله د افغ??نس??ان خاوره د كوم بل هېواد په ضد ونه كاروي۔ وزيراعظم عمران خان هدايت وكړو چې افغ??نس??ان څخه د تللو خوښي لرونكو ټولو پاكستانيانو ٬ سفارتكارو ٬ خبريالانو او د نړيوالو تنظيمونو بېرته راوستلو لپاره دې ټولې ممكنه آسانۍ باوري كړے شي۔ وزيراعظم په دې لړ كښې كابل كښې د پاكستان سفارت اور رياستي مشينرۍ د روانو هلو ځلو ستائنه وكړه۔ كمېټۍ د پاكستان د موقف پخلے وكړو چې په افغ??نس??ان كښې د شخړې كوم عسكري حل نه ؤ۔ د شخړې د خبرو اترو د لارې د حل كولو هغه تر ټولو غوره وخت ؤ چې كله امريكا او د ناټو پوځونه په زړه پورې عسكري طاقت سره په افغ??نس??ان كښې موجود وو۔ په افغ??نس??ان كښې د غېر ملكي ځواكونو تر لا ډېرې مودې پاتې كېدو به هم مختلفې نتيجې نه وې رامخې ته شوې لهٰذا د بائيډن انتظاميې لخوا د پوځونو بېرته ستنولو په حقله د تېرې امريكائي انتظاميې پرېكړې توثيق په حقيقت كښې د دې شخړې منطقي حل دے۔ كمېټۍ ووئيل نړيوالې ورورولۍ لپاره دا وخت دے چې په افغ??نس??ان كښې پوخ ام?? ٬ ام??يت او د افغ??نس??ان او منطقې پرمختګ لپاره د كوټلې سياسي تصفي?? باوري كولو په لړ كښې په ګډه كار وكړي۔