لاهور۔9 اګست(اے پی پی)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د پاكس??ان په 64 كاله تاريخ كښې يوازې 64 كروړه اونې بوټي نا?? كړے شوي ٬ د دې په مقابل كښې د تحريك انصاف حكومت د كال 2013 نه تر كال 2018 خېبر پښتونخوا كښې يو ارب اونې نا?? كړي ۔ د لاهور مياواكي ځنګل به د نړۍ تر ټولو لوئې ځنګل وي۔ لكه د ګردې نړۍ پاكس??ان هم د چاپېريال خيرنتيا سره مخ دے۔ راتلونكې كول ته كلين اېنډ ګرين چاپېريال وركولو له به مونږ له اونې بوټي نالول وي۔ هغه د ګل په ورځ د كلين او ګرين پاكستا?? وژن ترسېوري لاندې سګياں لاهور كښې د مياواكي ځنګل د كار پرانستې په موقع خبرې كولې۔ په دې موقع د پنجاب وزیراعلی سردار عثمان بزدار ، د وزيراعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملک امین اسلم ، د اطلاعات او خپرونو وزیر مملكت فرخ حبیب ، د وزیراعظم خاص مرستيال شهباز ګل ، د ځنګلونو صوبائي وزیر سبطین خان ٬ د پي اېچ اے او د ماحوليات څانګې اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم ووئيل د میاواکي ځنګلونه به د چاپیریال خيرنتيا کمه کړي ، كلين اېنډ ګرين پاکس??ان زموږ منزل دے. هغه ووئیل كلين اېنډ ګرين پاکس??ان کمپائن يو تحريك ګرځېدلے۔ د ګلوبل وارمنګ د كبله د زمكې حرارت زيات شوے۔ هغه ووئيل د مياواكي ځنګولونو په جوړولو انتظاميې او په خاص توګه د پنجاب وزيراعلی عثمان بزدار له مباركي وركوم۔ د پاكس??ان په 64 كلن تاريخ كښې يوازې 64 كروړه اونې نا?? كړې شوي٬ د دې په مقابل كښې د تحريك انصاف حكومت د كال 2013 نه تر كال 2018 خېبر پښتونخوا كښې يو ارب اونې نا?? كړې دي۔ دغې نه پس په ګرد هېواد كښې د 10 اربه اونو نالولو په منصوبه تندۍ سره كار روان دے۔ هغه ووئيل لاهور په يوه زمانه كښې د باغونو ښار ؤ۔ مونږ به راتلونكو نسلونو ته يو غوره هېواد پرېږدو۔ وزيراعظم په ځوانانو او زده كوؤنكو زور راوړو چې هغوي يو يو بوټے نا?? كړي او د هغې خصمانه وكړي دغسې چې مونږ راتلونكي كول ته غوره او پاك چاپېريال وركړے شؤ۔ په دې مهال وزيراعظم ته په مياواكي اربن فارسټ بريفنګ وركړے شو۔ بريفنګ كښې ووئيل شول لاهور كښې دا ډول 53 فاريسټ جوړولې شي كوم به چې د لاهور فضا كښې د كاربن مقدار كمولو له مرستياله ثابت شي۔ په 100 كناله زمكه د نوې ټېكنالوجۍ په مرسته لګولې كېدونكي دې ځنګل كښې په مجموعي توګه 165 زره اونې بوټي نالولې شي كوم چې به د عامو ځنګولونو په مقابل كښې يو په لس ??يات په تندۍ سره وده كوي۔ وروستو وزيراعظم عمران خان د بوټي په نالولو د مياواكي اربن فارسټ د كار پرانسته وكړه۔