اسلام آباد 06 اګست (اے پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي به(نن)د خالي په ورځ د اېسوسي اېټډ پرېس اف پاكستان(اے پي پي)پاكستان ټېلي وژن٬راډيو پاكستان او د ??يج??ټل مېډيا ونګ پشمول د رياستي مېډيا ادارو ??يج??ټلائزېشن پرانسته كوي۔په دې اړه دستوره به په پاك چائنه سنټر كښې كېږي۔د اطلاعات او خپرونو وزارت لخوا پېل كېدونكې سټېټ مېډيا ??يج??ټل ټرانسفارمېشن پراجېكټ كښې ډائرېكټورېټ آف اليكټرانك مېډيا اينډ پبليكشنز سره سره د اطلاعات او خپرونو وزارت د اشتهاراتو ??يج??ټلائزېشن هم شامل دے۔د خبرونو او نورو خذماتو ??يج??ټلائزېشن عمل سره به صارفين او اولس ته تر خبرونو رسنه كښې آساني ترلاسه شي۔د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن ذاتي خوښۍ او خاص هڅو سره د اطلاعات وزارت ??يج??ټلائزېشن ته ??ده وركړې شوې ۔ دا پروژه د وزيراعظم عمران خان د ??يج??ټل پاكستان وژن په رڼا كښې د نېشنل ??يج??ټل انفارمېشن پيلټ فارم(اېن ډي آئي پي) برخه ده۔د دستورې په مهال به قامي خبر رسنې ادارې اېسوسي اې??ډ پرېس آف پاكستان ته د كوالټۍ منيجمنټ خپل معيار نړيوالې كچې سره په برابرولو آئي اېس او :2015 :9001 اور 2013 :27001 سرټيفکیټ هم وركولې شي۔د دې سرټيفيكېشن له مخې به اے پي پي د اوسني دور تقاضو له مخې د روايتي ابلاغ ذريعو څخه په جديد او فعاله ??يج??ټل مېډيا سروس بدله شي او د نوو رجحاناتو تر مخه به په پليټ فارم د مستندو خبرونو آسانۍ لپاره د ښه كردار په حثيت سره خپل مسابقتي كردار په ښه ډول ترسره كړي۔د ??يج??ټلائزېشن منصوبې ترمخه اے پي پي خپلو صارفينو او اولس له د مختلف نوعيت خبرونو او ??يج??ټل موادو وركولو سره د كار دائره پراخا كوي۔د اے پي پي ??يج??ټل پليټ فارم د لارې به٬قامي٬سيمه ايز او د نړيوال نوعيت خبرونو٬عكسونو او تر وېډيوز د اولس آسانه رسنه ممكن شي او صارفين به د خپلې خوښې خبرونو او سوشل مېډيا پشمول د ادارې د مختلف سروسز څخه استفاده وكړي۔د اے پي پي خبرونو سمدستي ترسيل او خپل ??يج??ټل آركائيوز برقرار ساتلو لپاره جديد كمپيوټر٬سروسز٬وېډيو ايډټنګ او د ټرانسمېشن آلات به په كار راوستلے شي