اسلام آباد 05 جولائی (اے پی پی)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي د پاكستان په ضد په ترهه ګرۍ كښې هند ككړ دے٬په لاهور ك??ې د ترهه ګرۍ پېښه د هند په مرسته شوې٬افغا?? خاوره د پاكستان په ضد په كارېدو اندېښنه لرو۔پاكستان تركيې سره د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكم كولو عزم لري٬د دواړو هېوادونو ترمينځه د تجارت٬دفاع او كلتور په څانګو كښې د مرستې زياتولو پراخا موقعې موجود دي٬د پوځي تربيې د مرستې لوظ نامې سره به دوه اړخيزه دفاعي مرسته لا قوي شي۔ده دا خبرې د تركيې د زمكي پوځ كمانډر جنرل اميت دندار سره د خبرو په مهال ??كړې كوم چې د ګل په ورځ په ايوان صدر ك??ې ده سره ملاقات كولو۔صدر د پاكستان او تركيې ترمينځه د اړيكو په اوسنۍ كچه د اطمينان څرګندونه وكړه او وې وئېل د دواړو وروڼو ??ېوادونو ترمينځه مثالي اړيكې موجود دي او د دې لا قوي كولو ضرورت دے٬ده د ترك صدر رجب طيب اردوان د كردار ستائنه وكړه۔صدر په مقبوضه ج??و كشمير ك??ې د بې ګناه خلقو په ضد د هندي پوځ ظلمونه او په خاص توګه د اګست 2019 د غېر قانوني اقداماتو په تناظر ك??ې راپېدا شوے صورتحال ??ه ډاګه كړو۔ده ووئيل د پاكستان په ضد په ترهه ګرۍ كښې هند ككړ دے٬افغا?? خاوره د پاكستان په ضد په كارېدو اندېښنه لرو۔صدر ووئيل په پاكستان كښې د ترهه ګرۍ په شا د هند لاس دے٬كوم چې د عسكريت خوښو او ترهه ګرو عناصرو تربيه او مالي مرسته كوي۔ده په هند كښې د يورينيم د غېر قانوني تجارت په پېښه د نړيوالې ټولنې په خاموشۍ هم اندېښنه ښكاره كړه۔ده د كشمير او فيټف په معامله د تركيې د ملاتړ مننه وكړه۔صدر د دواړو هېوادونو ځواكونو ترمينځه د اړيكو ودې لپاره د جنرل اميت دوندار خذمات وستائېل او په نشان امتياز(ملټري)ترلاسه كولو يې مباركي وركړه۔ دغس ېاميت دوندار په نشان امتياز ملټري وركولو د صدر مملكت مننه وكړه۔د دې څخه وړاندې په ايوان صدر ك??ې د يوې خاص دستورې پھ مهال اميت دوندار له نشان امتياز(ملټري )وركړو۔په دستوره كښې د پاكستان اعلٰی پوځي او سول چارواكو ګډون كولو