اسلام آباد 24 جون(اے پی پی)خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په افغانستان كښې زياته شوې شدت خوښي د اندېښنې سبب ده ٬د تشدد په پېښو كښې زياتوالے د امن مخالف قواؤ ته د ودې وركولو سبب جوړېدے شي۔دا خبره ده د افغانستان لپاره د ايران ??ارجه وزير خاص استازي محمد ابراهيم طاهريان فرد سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ د پلاوي سره په خارجه وزارت كښې هغه سره ملاقات كولو۔د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو٬د افغان ??من عمل٬په منطقه كښې د امن صورتحال پشمول د شريكې خوښې ??ه چارو خبرې شوي۔خارجه وزير په ايران كښې صدارتي ټاكنې په كاميابۍ سره كولو د ايران مشرتابه او د ايران ??ولس ته مباركي وركړه او د پاكستان مشرتابه لخوا د ايران نوې ټاكلي صدر سيد ابراهيم رئيسي لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔خارجه وزير ووئيل په تېرو څو كلونو كښې د پاكستان ??و ايران ?? ورورولۍ اړيكې لا مستحكمې شوي ۔دوه اړخيزه اړيكو استحكام كښې د ايران ??ارجه وزير جواد ظريف كردار د ستائنې وړ دے۔پاكستان په منطقه كښې د امن راوستلو لپاره په افغانستان كښې امن ضروري ګڼي۔شاه محمود قرېشي ووئيل پاكستان ?? پېل نه د دې دريځ مرستياله پاتې شوے جې د افغان مسئلې كوم پوځي حل نه شته ٬ضرورت د دې خبرې دے چې د افغانستان په خپل مشرتابه كښې افغانان ?? جامع مذاكرات د لارې د افغان مسئلې مستقل حل راوباسي ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې د بدامنۍ له امله پاكستان ??و ايران ??واړه ځپلې شوي ۔خارجه وزير په افغانستان كښې د امن راوستلو لپاره د ايران هڅې هم وستائېلې۔خارجه وزير ووئيل د نړيوالې ورورولۍ ملاتړ غنيمت ګڼلو تر مخه به افغان ډلو له په ګډه د مذاكرات د لارې افغان ??من عمل د نتيجې وړ جوړولو لپاره په سمدستي توګه ګامونه پورته كول وي۔د افغانستان ??من سره به په منطقه كښې روابط ته وده٬تجارتي هلو ځلو كښې زياتوالے٬د افغان كډوالو بېرته ستنېدو او سيمه ايز استحكام له مرسته ترلاسه شي۔د افغانستان لپاره د ايران ??ارجه وزير خاص استازي ابراهيم طاهر يان فرد د خارجه وزير مننه كولو سره په افغانستان كښې امن راوستلو لپاره د شريكو هڅو كولو وړاندېز وركړو