اسلام آباد 17 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې د تعميراتو څانګه د هېواد په پرمختګ او معاشي شرح نمو كښې مهم كردار لوبوي٬ ټولې اړوندې وفاقي څانګې او صوبائي واكمن دې د سرمايه كارو مسئلې هواري كړي، د كركيلي او ځنګلو ل??ار?? مختص زمكې دې په هېڅ صورت تعميراتو ل??ار?? نه كارولې شي۔ په سږني كال كښې په پشكال ك??ې د شجركارۍ د لوي كمپائن ل??ار?? بايد تيارې وكړې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم عمران خان هاٶسنګ٬ تعميرات او پرمختګ ل??ار?? د قامي رابطه كمېټۍ غونډې مشرۍ كولو په مهال خپله وېنا كښې كړې۔ په غونډه ك??ې د خزانې وزير شوکت ترين، د اطلاعات او خپرونو دوهم وزير فرخ حبي??، خاص سلاحكار ډاکټر عشرت حسېن، ملك امين اسلم، ډاکټر وقار مسعود، ډاکټر شهباز ګل، د سټيټ بېنك ګورنر ډاکټر رضا باقر، د نوي پاکستان هاوسنګ ات??ار??ي چيئرمين ليفټيننټ جنرال (ر) انور علي حېدر، سروئير جنرل آف پاکستان مېجر جنرال شاهد پروېز، د سي ډي اے چيرمېن او نورو لوړ پورو ګډون وكړو او صوبائي چيف سېكترانو او نمائندګانو د وېډيو لنك د لارې په غونډه كښې ګډون كړې٬ د سي ډي اے چيئرمېن غونډه خبر كړه چې سي ډي اے آن لائن پورټل اجرا كړې دې او دا به لا ښه كولې شي او د دې نه علاوه ون ونډو فسيليټيشن سنټر هم ډېر زر جوړوٶ چې پكښې به وګړو ته د زمكو د انتقالونو٬ فيس وركولو او لارښودنې ټول سهولتونه وركولې شي٬ د اسلام آباد په كليوالو سيمو كښې ريونيو ريکارډ کمپيوټرائزډ كوٶ او دې ل??ار?? لېنډ ريکارډ مينجمنټ انفارميشن سسټم جوړ كړې شوې دې او تر اوسه د 17 كليو ريکارډ په سسټم درج كړے شوے دے۔ په نيو بليو ائيريا ك??ې د كمرشل زمكو د خرڅ په مد كښې تر اوسه 32 اربه روپۍ وصول كړې شوې دي او تعميراتو څخه د سل اربه روپو ماليت د معاشي هلو ځلو اندازه لګولې شوې ده٬ اسلام آباد ګرين جوړولو ل??ار?? وړاندېز كړې شوې دې چې هر كور به كم از كم يوه ونه لازمي نال كوي او دې ل??ار?? به سي ډي اے دوه لكه بوټي كورونو٬ سكولونو او دفترو ته وېړيا وركوي٬ اسلام آباد كښې په 25 زره اېكړه زمكه سږ كال د پشكال په موسم ك??ې د شجركارۍ منصوبه جوړه كړې شوې ده٬ د اوبو كمې ترسره كولو ل??ار?? اوبه ذخيره كولو ل??ار?? په رېن واټر کنزرويشن كار جاري دي ۔ سرويئر جنرل آف پاکستان غونډه په هېواد ك??ې د کېډسټرل ميپنګ پحقله خبر كړه٬ د اسلام آباد د 53 سېكټرز٬ د پنجاب د 35 فيصده ٬ د خېبر پښتونخوا د 56 فيصده او د بلوچستان د 30 فيصده سركاري زمكو د رقبې ميپنګ بشپړ كړې شوې دې٬ دې عمل سره به د ناجائزه قبضې خاتمه٬ په ټېكس وصولولو كښې اضافه او په منصوبه بندۍ كښې مرسته ترلاسه شي٬ د حکومت سندھ لخوا د سركاري زمكې په ډېټا وركولو كښې په تاخير د تشويش څرګندونه شوې ۔ وزيراعظم د نقشه بندۍ عمل د لا ګړندې كولو امر وكړو۔ د مركزي بانك ګورنر ووئيل په لنډه موده كښې تر اوسه د كم لګښت هاٶسنګ سكيمونو ل??ار?? د 89 اربه روپو ماليت قرضو درخواستونه كمر شل بانكونو ته موصول شوې دي چې پكښې 30ا ربه روپۍ قرض منظور كړې شوې دې٬ د کم لګښت كورونو جوړولو ل??ار?? د قرض په منظورۍ كښې 30 فيصده اضافه شوې ده٬ دا ووئيل شول چې كمرشل بانكونه د هدفونو بشپړولو او صارفينو ته سهولتونه وركولو ل??ار?? پابندولې شي٬ د دې نه علاوه د كم لګښت هاٶسونګ ل??ار?? قرضې ترلاسه كولو ل??ار?? فارم مختصر كولو سره يو تر پېج محدود كړې شوې دې۔ د پنجاب چيف سېکتر غونډې ته ووئيل چې د زرعي زمكو او ځنګلونو بچ كولو او د دې غېر قانوني استعمال لاره نيولو ل??ار?? ټولو ډپټي کمشنرانو ته امر كارې كړې شوې دې په دې لړ كښې كه څوك هم سركاري اهلكار ككړ پاتې شو نو د ھغه په ضد به د تعزيرات پاکستان له مخې كاروائي كولې شي۔ عونډې ته ووئيل شول چې د زمكو فرد اجراء كولو ل??ار?? نادرا سره لوظنامه شوې ده۔وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د تعميراتو څانګه د هېواد په پرمختګ او معاشي شرح نمو كښې اهم كردار لوبوي٬ ټولې اړوندې وفاقي څانګې او صوبائي واكمن دې د سرمايه كارو مسئلې هواري كړي۔